مفتي عثماني: له افغانستان سره د اسراییل او هند د مرستو په اړه څرګندونو له امله استغفار کوم

د طالبانو ملاتړي او د پاکستان نامتو دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني د یوې ویډيو په تړاو د هغو څرګندونو له امله چې ګواکې اسراییل او هند له افغانستان سره د مرستو تړون کړی، خواشیني څرګنده کړې ده. هغه وايي، وروسته معلومه شوه، چې یاده ویډیو جعلي وه.
