• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مارکو روبیو: د ایران اټومي او توغندويي پروګرام د امریکا لپاره ګواښ دی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت اټومي او توغندويي پروګرام د امریکا د امنیت او ګټو لپاره ګواښ دی.

روبیو د چهارشنبې په شپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «ولسمشر تېره شپه په خپلو خبرو کې په ښکاره ډول وویل چې هغه تل ترجیح ورکوي چې خبرې وکړي، خو زه غواړم هر څوک پوه شي چې د ایران حکومت د امریکا لپاره ډېر جدي ګواښ دی او دا حالت له اوږدې مودې راهیسې شته».

هغه د ایران اټومي پروګرام لومړنی او تر ټولو لوی ګواښ وباله. روبیو زیاته کړه، ایران هڅه کوي خپل هغه اټومي تاسیسات بیا ورغوي چې د امریکا له لوري ویجاړ شوي وو. د نوموړي په وینا: «تاسو وینئ چې هغوی په دوامداره توګه د ځینو برخو د بیا رغولو هڅه کوي؛ که څه هم اوسمهال غني کول نه کوي، خو هڅه یې دا ده چې داسې کچې ته ورسېږي چې په پای کې دا کار ترسره کړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران بل ګواښ توغندویي پروګرام وباله او ویې ویل: «د ایران حکومت د ډېرو بالسټیک توغندیو خاوند دی؛ په ځانګړې توګه د لنډ واټن بالسټیک توغندي چې امریکا، په سیمه کې زموږ پوځي اډې، زموږ سیمه‌ییز شریکان او په متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین کې زموږ ټولې اډې ګواښي».

روبیو زیاته کړه، چې د ایران رژیم سمندري تجهیزات هم لري چې د کښتۍ چلولو لپاره ګواښ دی او هڅه کوي د امریکا بحري ځواک سره مقابله وکړي. د هغه په وینا، ایران له اټومي پروګرام څخه بهر داسې وسلې هم لري چې یوازې پر امریکا او امریکایانو باندې د برید لپاره ډیزاین شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا ناورین ځپلې کیوبا ته د ونزوېلا د تېلو د بیا پلور اجازه ورکړه

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د امريکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې شرکتونو ته به اجازه ورکړي څو له رسمي جواز ترلاسه کولو وروسته د ونزوېلا تېل ناورین ځپلې کيوبا باندې وپلوري. دا ګام کولی شي، چې په دغه هېواد کې د سون توکو سخت کمښت راکم کړي.

د نوي چوکاټ له‌مخې، د ونزوېلا حکومت نه، بلکې یوازې شرکتونه کولای شي د دغه هېواد تېل پر کیوبا وپلوري چې اوسمهال د تېلو له سخت کمښت او ناورین سره مخ ده. د امریکا د خزانې وزارت لارښوونه کړې، چې تېل باید د کیوبا د خصوصي سکټور په واک کې ورکړل شي او له دولتي بنسټونو سره هر ډول مستقیمه یا غېرمستقیمه معامله منع ده.

دا پرېکړه په داسې مهال شوې، چې کيوبا د انرژۍ له بې‌ساري ناورین سره لاس او ګرېوان ده. وروسته له هغه چې امريکا د روان کال په پيل کې د ونزوېلا د تېلو پر صادراتو او له هغو څخه پر تر لاسه کېدونکو عوايدو کنټرول واخيست چې دا کار يې د دغه هېواد له موقتي حکومت سره د هوکړې په چوکاټ کې وکړ، کيوبا ته د تېلو لېږد درېدلی و.

ونزوېلا تر ۲۵ کلونو زيات د کيوبا د خام تېلو او تېليزو توليداتو اصلي تمويلوونکې وه. دغه همکاري ډېری وخت د تېلو په بدل کې د توکو او خدمتونو د تبادلې پر بنسټ ترسره کېده، څو کيوبا وکولای شي خپلې بهرنۍ زېرمې وساتي.

مکسیکو چې په وروستیو میاشتو کې د بدیل تمویلونکي په توګه یادېده، د جنورۍ له میاشتې راهیسې یې کیوبا ته د تېلو نوې جوپه نه ده لېږلې.

لويې نړۍوالې سوداګريزې کمپنۍ لکه وېتول او ترافيګورا د ونزوېلا د تېلو د صادراتو ډېره برخه سمبالوي. د دغه هېواد ميليونونه بېرله تېل د امريکا، اروپا او هند بازارونو ته صادر شوي او د پام وړ اندازه يې د کارایېب په بندرونو کې د بيا پلور لپاره زېرمه شوې ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ويلي وو، هغه هېوادونه لکه کيوبا او چين چې د ونزوېلا تېل يې په ټيټه بيه اخيستل، له دې وروسته به يې د بازار د بيې له‌مخې پيسې ورکوي.

له دې نوې تګلارې سره، لا روښانه نه ده چې کيوبا به وکولای شي د عادي سوداګريزو شرايطو له مخې تېل وپېري، لکه بانکي تضمين او نغدي ورکړه. دغه هېواد په وروستيو کلونو کې د سون توکو د وارداتو د بيې په ورکړه کې له جدي مالي ستونزو سره مخ و.

د تېر ډسمبر مياشتې راهيسې د سون توکو څو بارګاوې چې کيوبا ته روانې وې، د امريکا له‌خوا د لګېدلو صادراتي محدوديتونو له امله بې برخليکه پاتې دي. يوه تېل وړونکې بېړۍ چې د ونزوېلا بنزين لېږدوي، لا هم د دغه هېواد په اوبو کې د تګ د اجازې په تمه ولاړه ده. همداراز د «سي هورس» په نوم بېړۍ چې د هانګ کانګ بيرغ لري او ګومان کېږي کيوبا ته روانه وي، په اتلانتيک سمندر کې درول شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم‌مهاله د کارایېب سيمې ته خپل سفر پيل کړی، څو د کيوبا د بشري ناورین د پايلو او د سيمه‌ييزې بې‌ثباتۍ د ګواښ په اړه خبرې وکړي. دا ګام ښيي چې واشنګټن سره له دې چې د کيوبا پر حکومت فشار ساتي، هڅه کوي چې د دغه هېواد د خصوصي سکټور او ملکي اړتياوو لپاره د سون توکو د برابرولو لارې چارې هم ومومي.

د شمالي کوریا مشر: له امریکا سره اړیکې د هغوی په چلند پورې تړلې دي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۹ GMT+۰

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ویلي، چې د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو راتلونکی په بشپړه توګه د امریکا په چلند پورې تړلی دی.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې کېم جونګ اون د خپل واکمن ګوند د نهمې کنګري پرمهال نظامي پریډ ترسره کړی او هم یې وینا کړې ده.

د یاد نظامي پریډ پرمهال کېم جونګ اون ویلي، چې شمالي کوریا پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې خپل اټومي زېرمتون په بې‌ساري ډول پراخ کړي. نوموړې زیاته کړې: «موږ د خپل ملي اټومي ځواک د پیاوړتیا لپاره یو راتلونکی پلان لرو او پر هغو پروژو به تمرکز وکړو چې د اټومي وسلو شمېر زیاتوي او د اټومي عملیاتي وسلو او د کارولو فضا پراخوي».

پر همدغه مهال نوموړي د شمالي کوریا او امریکا د اړیکو په تړاو زیاته کړې: «که امریکا زموږ د هېواد اوسني وضعیت ته په درناوي سره له شمالي کوریا سره د مقابلې پالیسي پای ته ورسوي، نو هېڅ دلیل نه‌شته چې موږ له امریکا سره ښې اړیکې ونه‌لرو».

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د خپلې وینا پرمهال سوېلي کوریا د خپل هېواد تر ټولو لوی دوښمن وباله او له خپل دغه ګاونډې سره یې هر ډول خبرې اترې رد کړې.

چارواکي د خامنه‌یي د ليدنې لپاره په تړلو سترګو تر ځمکې لاندې د هغه پټنځای ته وړل کېږي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰

ایران انټرنشنل ته له یوې باوري سرچینې رسېدلي معلومات ښيي، چې پر ایران د پوځي برید د ګواښ او د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، اوس له علي خامنه‌يي سره ملاقات کوونکي چارواکي په تړلو سترګو د هغه پټنځای ته وړل کېږي. دا کار د دې لپاره کېږي، چې د نوموړي ټنځای افشا نه‌شي.

د سپاه پاسداران يوه غړي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، په دې اړه ايران انټرنشنل ته ويلي چې د اسلامي جمهوريت د عالي امنيت شورا منشي علي لاريجاني له هغو چارواکو څخه دی چې په وروستيو کې په تړلو سترګو د خامنه‌يي پټنځای ته بېول شوی و. هغه د عمان له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له کتنې مخکې د خامنه‌يي د ليدنې لپاره ورغلی و.

د سلواغې په مياشت کې او له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د دويم ځل لپاره د اسلامي جمهوريت د لوړپوړو پوځي او امنيتي چارواکو د ارزونو له‌مخې چې د امريکا د بريد احتمال زيات شوی، خامنه‌یي په تهران کې په يوه ځانګړي ځمک‌تل کې چې پېچلې او يو له بل سره تړلې تونلونه لري، پټ شوی دی.

د دغو معلوماتو له‌مخې، د هغه درېيم زوی مسعود خامنه‌يي ورځنۍ دفتري چارې پر مخ وړي او د هغه بل زوی مجتبی خامنه‌يي له حکومتي چارواکو سره اړيکې ساتي. په وروستيو اوونيو کې دا اندېښنه زياته شوې، چې کېدای شي د يو پوځي بريد پر مهال علي خامنه‌یي او د اسلامي جمهوريت نور لوړپوړي مشران په نښه شي.

د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال هم د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ټينګار کړی و، چې د اسلامي جمهوريت د مشر د پټنځای په اړه معلومات لري، خو تر اوسه د هغه د نښه کولو نيت نه لري. ټرمپ د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۷مه د ۱۲ ورځنۍ جګړې په منځ کې په خپلې ټولنيزې شبکې ټروټ سوشال وليکل، چې د علي خامنه‌يي د پټې هستوګنې له ځایه خبر دی، خو اوس مهال د هغه د وژلو نيت نه لري.

هغه وليکل: «موږ په بشپړه توګه خبر يو چې په اصطلاح "لوی مشر" چېرته پټ دی؛ هغه يو اسانه هدف دی، خو په خپل اوسني ځای کې خوندي دی. لږ تر لږه تر اوسه د هغه د له‌منځه وړلو نيت نه لرو». ټرمپ همدارنګه د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د چنګاښ په شپږمه په همدې ټولنيزه شبکه کې په يوې بلې ليکنه کې وليکل، چې هغه خامنه‌يي له يو ډېر بد او له سپکاوي ډک مرګ څخه ژغورلی دی.

هغه د علي خامنه‌يي هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې د اوربند وروسته له يوې پټ ځمک‌تل لاندې خونې څخه ثبت او خپرې شوې وې وويل، چې د بنديزونو د لرې کولو لپاره د ده هڅې چې پر ايران يې سخت اغېز کړی او نور اړوند موضوعاتو کولای شول د ايران د چټک، بشپړ او هر اړخيزې بيا رغونې لپاره ډېر زيات فرصت برابر کړي، خو دا بهير درېدلی دی.

ټرمپ ليکلي: «ولې خامنه‌يي دومره ښکاره او ناپوهانه اعلان کړی چې له اسرایيل سره په جګړه کې بريالی شوی، حال دا چې خپله هم پوهېږي دا خبره دروغ ده او له حقيقت سره اړخ نه لګوي؟ هغه چې ځان باايمانه سړی بولي، بايد دروغ ونه وايي. هېواد يې ويجاړ شوی، درې شرير اټومي مرکزونه يې له‌منځه تللي دي».

د امريکا ولسمشر زياته کړه: «زه په کره توګه پوهېدم چې هغه چېرته پټ دی او ما اجازه ورنه‌کړه چې اسرایيل يا د امريکا متحده ايالاتو وسله‌وال ځواکونه چې بې له شکه د نړۍ تر ټولو ستر او ځواکمن پوځ دی، د هغه ژوند واخلي».

ټرمپ په پای کې وليکل: «ما هغه له يو ډېر بد او له سپکاوي ډک مرګ څخه وژغوره؛ ايا نه ده پکار چې ووايي: مننه، ولسمشر ټرمپ!».

په برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېد

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۰

د برازیل د اور وژنې ادارې ویلي، چې په میناس ګیرایس ایالت کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شوی او لسګونه نور لا هم لادرکه دي.

د برازیل د مناس ګیرایس ایالت د اور وژنې ادارې ویلي، چې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د یاد ایالت د جویز ډي فورا او اوبا په ښارونو کې شاوخوا ۳۶۰۰ کسان بې‌ځایه شوي دي او ۲۷ کسان لا هم ورک دي.

د برازیل فدرالي حکومت ویلي، چې مناس ګیرایس ایالت ته یې د روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو په لېږلو سره د بشري مرستو رسول ګړندي کړي دي.

ورته مهال د جویز ډي فورا ښاروالۍ ویلي، چې په دغه ښار کې وروستي بارانونه، سېلابونه او د ځمکې ښویېدنه د دغه ښار په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښې دي

سټیو وېټکاف: له ایران سره هر ډول اټومي تړون باید تلپاتې وي

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د اکسیوس وېب‌پاڼې د راپور له‌مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې د امریکا حکومت غواړي له ایران سره هره اټومي هوکړه باید تلپاتې بڼه ولري.

د دغه راپور له‌مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، سټیو وېټکاف د سې‌شنبې په ورځ په یوه شخصي ناسته کې څرګنده کړې ده چې د ډونالډ ټرمپ اداره ټینګار کوي، هر هغه احتمالي تړون چې له ایران سره کېږي، باید د وخت له کوم محدودیت پرته عملي شي. اکسیوس دا څرګندونې د یوه امریکایي چارواکي او دوو نورو باخبرو سرچینو له قوله خپرې کړې دي.

په همدې وخت کې، د ایران د حکومت له‌خوا پر لاریون کوونکو د تاوتریخوالي ډک چلند له امله ولسمشر ټرمپ پر تهران خپل فشارونه لا زیات کړي دي. راپورونه ښيي، چې متحده ایالاتو په سیمه کې د خپلو سمندري ځواکونو پراخ حضور پیاوړی کړی او ورسره یې دا ګواښ هم کړی چې که د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اوږدمهالو شخړو د هواري لپاره کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو پوځي بریدونو ته به لاس واچوي.

د ایران د اټومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ له تېرو څو کلونو راهیسې دوام لري او اوس د امریکا د نوي سیاست له امله دا ترینګلتیا یوې نوې مرحلې ته ننوتې ده.