• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پر ضد د هر اقدام ملاتړ کوم خو چې طالبان بیا «ښه طالبان» ونه بلل شي

۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر، ایمل ولي خان، ویلي چې هغه د پښتون مېشتو سیمو د ترهګرۍ له «عفریت» څخه د خلاصون لپاره د هر اقدام ملاتړ کوي، خو پوښتنه یې کړې چې ایا د پاکستان د واک خاوندان دا تضمین ورکولای شي چې طالبان به یو ځل بیا «ښه طالبان» ونه بلل شي؟

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د طالبانو ښکاره او پټ سیاسي ملاتړي به تر کومه وخته زغمل کېږي او ځای به ورکول کېږي.

ایمل ولي خان زیاته کړې، چې دریځ یې نن هم هماغه دی چې پخوا و؛ هغه دریځ چې په بدل کې یې د عوامي نشنل ګوند سلګونه او زرګونه کارکوونکي او مشران وژل شوي دي. د هغه په وینا، پر ولي باغ، پر پلار یې او پر ده خپله هم ځانمرګي بریدونه شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دوی پخوا هم د هر ډول طالبانو او طالب‌پالنې پر ضد وو او اوس هم دي. د هغه په خبره، خپل دریځ هغو کسانو بدل کړی چې پخوا یې طالبان «ښه طالبان» بلل. هغه له اړوندو چارواکو غوښتي چې ولس ته په ښکاره توګه ووایي او ډاډ ورکړي چې نوې تګلاره به دایمي وي او ننني «بد طالبان» به سبا بیا «ښه طالبان» ونه ګرځول شي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۰
د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي
100%

د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان مشر خپلو قومندانانو او جنګیالیو ته په یوه خپاره شوي لیک کې امر کړی چې په پاکستان کې دې داسې بریدونه ترسره کړي چې د دوی په وینا «د دښمن ملا ماته شي». هغه ویلي له افغانستان سره د همدردۍ په موخه دا امر کوي.

په یاد مکتوب کې چې د دې ډلې له لوري خپور شوی، د ټي ټي پي له سیمه‌ییزو او ولایتي مسوولینو غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي. همداراز ټینګار شوی چې د عملیاتو معلومات دې په ویډیويي بڼه د رسنیو له لارې خپاره شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر اوسه افغان طالبانو او د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

محمد صادق: په افغانستان کې د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی

۵ کب ۱۴۰۴ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۷ GMT+۰
محمد صادق: په افغانستان کې د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له خپل ازبک سیال سره د یوې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې د طالبانو په کوربه‌توب زرګونه وسله‌وال د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کوي. هغه وایي، دامهال په افغانستان کې د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «ما له خپل ازبک سیال سره د امنیتي ننګونو په اړه خبرې وکړې، چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې مېشت زرګونه ترهګرو د ګاونډیو هېوادونو لپاره ګواښونه رامنځته کړي دي».

هغه زیاته کړې، د راپورونو له مخې په افغانستان کې دامهال د ازبک وسله‌والو شمېر تر ۲۵۰۰ زیات دی چې ښايي تر تحریک طالبان پاکستان (TTP) وروسته دویمه لویه وسله‌واله ډله وي.

تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۳زره «ترهګر» حضور لري چې له دې ډلې تر نیمایي ډېر یې بهرنيان دي. په دغه راپور کې ویل شوي، داعش د افغانستان تر ټولو لویه ترهګره ډله ده چې شاوخوا ۳زره غړي لري.

همدارنګه د پاکستاني طالبانو تحریک شاوخوا ۵ تر ۷زره غړي، القاعده ۴۰۰ تر ۱۵۰۰، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ۳۰۰ تر ۱۲۰۰، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې اوس یې نوم د ترکستان اسلامي حزب ته بدل شوی ۱۵۰ تر ۵۰۰ او جماعت انصارالله ۱۵۰ تر ۲۵۰ غړي په افغانستان کې لري.

مُحسن داوړ: پاکستان چې افغانستان ورانوي تل یې خلاف یوو

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰
مُحسن داوړ: پاکستان چې افغانستان ورانوي تل یې خلاف یوو
100%

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان د برید په غبرګون کې وايي، د پاکستان د هغې پالیسۍ خلاف دی چې غواړي افغانستان وران کړي. د هغه په باور افغان طالبان لا هم د پاکستان په لاس او کنټرول کې دي.

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې وايي، اسلام‌اباد په پاکستان کې د نا امنیو په مخنیوي کې د ناکامۍ له امله پر افغانستان بمبار کوي او عام ‌بې‌ګناه ولس وژني.

مُحسن داوړ وايي: «دلته [پاکستان کې] بد امني ده او ولس د دغو نا امنیو پوښتنه کوي، نو دوی له پوښتنو څخه د ځانونو د پټولو لپاره دغه شان کارونه کوي او بمبارونه کوي او هلته [افغانستان کې] عام خلک وژني».

داوړ د پاکستاني چارواکو د هغو ادعاو په ردولو سره چې ګواکې په وروستیو بمباریو کې یې ترهګر وژلي وايي، اوس معلومه شوه چې په افغانستان کې عام وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي: «دلته [پاکستان کې] په خپله میډیا کې دا بیانیې جوړوي چې موږ هلته [افغانستان کې] دهشتګرد ووژل، خو اوس معلومه شوه او ملګرو ملتونو هم وویل، چې عام وګړي وژل شوي دي».

د نوموړي په باور، پاکستان په خپل تاریخ کې د افغانستان د ورانولو هڅه کړې او زیاتوي: «پاکستان چې د افغانستان د ورانولو هڅه مخکې هم کوله د جمهوري حکومت د ورانولو هڅه کوله موږ له هماغې ورځې د دوی خلاف وو او بیا کوم خلک چې د ټوپک په زور یې کېنول موږ د هغې هم خلاف وو، ځکه دوی د ولس رایه نه‌لري».

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي اوس هم د پاکستان په لاس او کنټرل کې دي او په ډاګه وايي: «په پاکستان کې د طالبانو مسله که دا اوس هم د پاکستان ریاست کنټرول کول غواړي دا په کابل کې په تخت کې چې دي دا هم د دوی په لاس او کنټرول کې دي او دلته هم [پاکستان کې] دغه خلک چې لګیا دي دا هم».

د هغه په باور، د پاکستان پوځ ۲۰ کاله افغان طالبان وساتل او د کابل تخت ته یې ورسول او په وینا یې، دغه چاره د پاکستاني جنرلاانو تر اغېز پالیسۍ لاندې ترسره شوې ده.

مُحسن داوړ وايي، یو شمېر افغان طالبان همدا اوس هم په پاکستان کې لوی لوی ځایونه لري.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني هم له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې پر افغانستان د پاکستان پر شویو بریدونو ناخوښي څرګنده کړې وه.

اصف دُرانی: زه د پاکستان له هوايي بریدونو خوښ نه یم | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه په دې مرکه کې ویلي، اوس داسې فکر نه‌کوي چې افغان طالبان دې د اسلام‌اباد دوستان وي.

طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان وړمه شپه د ننګرهار او پکتیکا پر یو شمېر سیمو هوایي بمبارۍ وکړې او له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته او ۵ جسدونه لا تراوسه هم تري تم دي. طالبانو هم د دغو بریدونو د غچ اخیستنې ګواښونه کړي‌ دي.

طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۰
طالبان: پر ننګرهار د پاکستان په بریدونو کې ۵ جسدونه لا هم تري تم دي
100%

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت پر ۴ ولسوالیو د پاکستان په بریدونو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي. د دغې قومندانۍ مسوولین وايي، د پاکستان د بمباریو له امله ۵ جسدونه تري تم شوي او له دوو ورځو پلټنو وروسته لا هم پر موندلو یې نه‌دي بریالي شوي.

د پاکستان هوايي ځواکونو وړمه شپه (شنبه د کب ۲مه) د پکتیکا پر برمل او اُرګون او د ننګرهار پر بهسود، خوګیاڼو، غني‌خېل او مهمند درې ولسوالیو هوايي بمبارۍ وکړې.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد له یادې پېښې دوه ورځې وروسته د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) ویلي، د پاکستان د وړمې شپې په «وحشیانه» بریدونو کې په بهسود، خوګیاڼو او غني‌خېلو ولسوالیو کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او په وینا یې د ۱۳ جسدونه یې موندل شوي او ۵ جسدونه لا تر اوسه هم نادرکه دي.

سید طیب حماد وايي: «د ۱۳ تنو شهیدانو جسدونه له خاورو رااېستل شوي او د جنازې له مراسمو وروسته بیرته خاورو ته سپارل شوي دي، خو د پاتې ۵ تنو جسدونه اوس هم نادرکه دي».

حماد زیاته کړې: «د هغه ځای خاوره چې جسدونه په‌کې نادرکه وو، ټوله بار او بل ځای ته انتقال شوه».

د نوموړي په وینا، د پاکستان په دغو بمباریو کې ۸ نور ولسي وګړي هم ټپيان شوي او زیاتوي: «د ټپیانو له ډلې ۵ تنه د بهسودو ولسوالۍ، ۲ تنه د خوګیاڼو ولسوالۍ او یو ماشوم د مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ټپیان شوي دي. یاد ماشوم هغه مهال چې د څارويو په څرولو بوخت و، د پاکستاني رژیم له لوري په دهشکه وویشتل شو او ټپي شو».

د یادونې وړ ده، چې د دغو بریدونو ټول قربانیان ملکي وګړي دي او ډېری یېښځې او ماشومان دي.

نادر نادري: لاهه محکمه باید پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي

۴ کب ۱۴۰۴ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۹ GMT+۰
نادر نادري: لاهه محکمه باید پر افغانستان د پاکستان بریدونه وڅېړي
100%

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانی کمېشنر نادر نادري وايي، پاکستان پر افغانستان په بریدونو سره د «تیري جرم» کړی او د جرمونو نړۍواله محکمه یې باید وڅېړي. هغه ټينګار کړی، چې د طالبانو کړنې پاکستان ته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې پر بل هېواد تېری وکړي او ولسي وګړي ووژني.

نادر نادري چې د جمهوري نظام پر مهال حکومتي چارواکی هم پاتې شوی د دوشنبې په ورځ (د کب ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له‌مخې، له خپل ځانه د دفاع لپاره هېڅ معتبره منبع نشته او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري هم هېڅ مجوز نه‌دی صادر شوی».

پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې طالبانو د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ جنګیالیو ته پناه ورکړې، خو طالبان په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې د پاکستان کورنۍ مساله بللې ده.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو د توجیه لپاره ویلي، دغه هېواد د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې له خپل ځانه د دفاع حق لري.

نادري‌ په دې اړه څرګنده کړې: «د طالبانو ناسمې کړنې او له خلکو د ساتنې په برخه کې بې‌وسي یې د بې‌ګناه ولسي وګړو د وژنې او یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض قانوني توجیه نه‌شي کېدلای». هغه زیاته کړې، ولسي وګړي د بشرپاله نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو له ملاتړه برخمن دي.

نادر نادري له نړۍوالو غوښتي چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر وړاندې بې‌تفاوته پاتې نشي.

د یادونې وړ ده، چې لا تراوسه له هند پرته هېڅ هېواد پر افغانستان د پاکستان بریدونه نه‌دي غندلي.