• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ستانکزی: که افغان پوځ دوه ځله نه‌وای ړنګ شوی هېچا به هېواد ته په بده سترګه نشوای کتلی

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی ريیس محمد معصوم ستانکزی وايي، که د افغانستان پوځ د پردیو په اشارې دوه ځله په بشپړه توګه نه‌وای ړنګ شوی، نو نن به هېچا هېواد ته په بده سترګه نشوای کتلی او د تېري جرات به یې نه‌درلود.

محمد معصوم ستانکزي زیاته کړې: «که د افغانستان پوځ د پردیو په اشاره دوه ځله په بشپړه ټوګه نه‌وای ړنګ شوی، ملی او جهادي قوت په یوه قوت بدل شوی وای، نن به افغانستان په سیمه کی تر ټولو پیاوړی پوځ درلود او چا به هیواد ته په بده سترګه نشوای کتلی او د تېري جرات به یی نشو کولی. اوس هم د ستری پانګی ساتلو ته اړتیا ده».

هغه د کب ۹مې د سرتېري ملي ورځې ته په اشارې څرګنده کړې، افغان سرتېرو تل د هېواد او خلکو لپاره قرباني ورکړې او ټولنه د ملي یووالي د سمبول په توګه ورته درناوی لري.

د هغه په وینا: «د کب د ۹مې نمانځل په اوسنی حالت کې یوه خاصه ځانګړتیا لري، ځکه هېواد ورته اړتیا لري».

د کب ۹مه د سرتېري له ملي ورځې سره برابره ده. واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وړاندې به دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شانداره مراسمو په جوړېدو سره نمانځل کېده او خلکو به هم سرتېري د ګلونو په ګېډیو نازول.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دغه ورځ نه نمانځل کېږي او همداراز په افغانستان کې د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښونو سره مخ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان باید د سیاستوالو د څرګندونو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له‌خوا د محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون بندولو ته په غبرګون ویلي، چې طالبان باید د سیاستوالو د څرګندولو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا د «راه فردا» ټلوېزیون تړلو ته سخت غبرګون ښودلی او یاده کړنه یې د بیان د ازادۍ او د ازادو رسنیو له اساسي اصولو سره په ټکر کې بللې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې طالبان باید د سیاستوالو د څرګندونو له امله رسنۍ بندې نه‌کړي.

په اعلامیه کې راغلي: «واکمن چارواکي باید د بیان ازادۍ او د هېواد د وضعیت په اړه د اشخاصو شخصي نظرونو ته که ورسره موافق وي او که نه، درناوی وکړي او د اړوندو رسنیو له تړلو ډډه وکړي».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و: «د راه فردا ټلوېزیون د نشراتو د درولو او د محمد محقق د ملکیتونو د مصادره کولو پرېکړه له دې امله وشوه، چې نومړي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغان ملکي وګړو بمبار جایز بللی او د اسلامي امارت انتقامي بریدونه یې غندلي وو».

سرچینې: د هرات پر فضا جنګي الوتکې ګرځي

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۰

په هرات کې سرچینو د یکشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې جنګي الوتکې د دې ولایت په اسمان کې ګرځي. دا لا تر اوسه نه‌ده مشخصه شوې چې دغه الوتکې د کوم هېواد اړوندې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هرات پر ګاونډ یعنې ایران د امریکا او اسراییل هوايي بریدونه لا هم دوام لري.

د هرات اوسېدونکو بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت پر فضا بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي او د څو شېبو لپاره د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

له دې سره سم، د هرات د اسلام‌کلا پولې ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې د دغو الوتکو له الوتنې وروسته لږ تر لږه د دوو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

طالب چارواکو لا تر اوسه د دغو الوتکو د هویت او په دې ولایت کې د ډزو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي.

عتیق‌الله عزیزي: پاکستان او امریکا په سیمه کې د شر په راپورته کولو کې سره همغږي دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي وايي، په دې روژې میاشت کې پر ایران بریدونه او پر افغانستان یرغل دا ښيي، چې [امریکا او پاکستان] په سیمه کې د شر او ستونزو د راپورته کولو په برخو کې سره همغږي دي.

عتیق‌الله عزیزي د کابل‌ټایمز ورځپاڼې د خپرونو او فعالیت د ۶۴مې کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: «نن شاهدان یو چې په دې روژه کې پر ایران هم بریدونه وشول، نو دوی [پاکستان] هم زموږ پر هېواد یرغل وکړ. له دې دا معلومېږي چې دوی همغږي سره لري او دوی غواړي په سیمه کې فساد، شر او ستونزې جوړې کړي».

عزیزي زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې راغلی «امن، ثبات او پرمختګ» نه‌شي زغملی او دغه هېواد د افغانستان له ثبات او پرمختیا سره دوښمني لري.

هغه ویلی: «د دوی [پاکستان] دا فکر وو، چې موجوده نظام به د نورو نظامونو په څېر څه ورته ونه‌وايي او پرې ب سترګې پټې کړي، خو دوی په ډيورند کرښه او له کرښې ها خوا هم بې‌ساری او تاریخي ځواب ورکړ».

په دې مراسمو کې د یاد وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وویل، دوی به د هر ډول یرغل پر وړاندې بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ټایمز ورځپاڼه چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، د ۱۳۴۰ لمریز کال د کب په ۸مه (۲۷ فبروري ۱۹۶۲م) د ظاهر شاه د سلطنت او د داوود خان د صدارت پر مهال د صباح‌‌الدین تر ریاست لاندې تأسیس شوه، چې په لومړیو کې په اونۍ کې دوه یا درې ځله خپرېده، خو شاوخوا دوه کاله وروسته یې خپل فعالیت د ورځپاڼې په نوم پیل کړ او تر نن ورځې خپریږي.

مقاومت جبهه وایي چې په کندوز کې یې درې طالبان وژلي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۰

د طالبانو مخالفې وسله‌والې مقاومت جبهې ویلي، چې د کندوز ولایت د کندوزـ‌علي‌اباد پر عمومي لاره یې د یوه کمین په ترڅ کې پر طالبانو برید کړی او درې طالبان یې وژلي دي.

یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد برید یې نن د یکشنبې په ماښام (د کب ۱۰مه) ترسره کړی دی.

د مقاومت جبهې ویلي، چې په یاد برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې طالبانو بیا تر اوسه د مقاومت جبهې د یادې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د زیاتېدو له امله په لنډي کوتل کې بېړنی حالت اعلان شوی

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۰

پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د څو ورځو دوامداره جګړې او هوايي بریدونو له امله د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له امله د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو نن د لنډي کوتل په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی او ټولي دولتي او خصوصي تعلیمي ادارې یې تر نامعلومې مودې پورې تړلې دي.

د خېبر ولسوالۍ چارواکو د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شېنواري ته ویلي، چې په سیمه کې امنیتي وضعیت ته په پام سره یې احتیاطي تدابېر سخت کړي او د لنډي کوتل سیمې له زندان څخه یې بندیان هم انتقال کړي دي.

چارواکو ویلي، چې د لنډي کوتل له زندان څخه یې ۲۰ تنه بندیان د جمرود زندان ته انتقال کړي دي.

پر همدغه مهال د لنډي کوتل په مرکزي روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د روغتون مسوول ډاکټر احتشام ویلي، چې د روغتون د ټولو کارکوونکو رخصتۍ یې لغوه کړې دي او د ۲۴ ساعته خدماتو وړاندې کولو لپاره یې چمتوالی نیولی دی.

د خېبر ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې په لنډي کوتل سیمه کې د ژغورنې ادارې او نورو مرستندویه ادارو هم د بېړني حالت لپاره چمتوالي نیولي او د وینې په بانک کې اضافي وینه او اړین درمل هم ذخیره شوي دي.
د ولسوالۍ چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده، چې له غېرضروري تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه سختي نښتې روانې دي او دواړه لوري یو او بل ته د درنو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.