• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني سوداګر وایي چې له افغانستان سره تړلو لارو زیان وراړولی دی

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا یو شمېر سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو د هغوی د کاروبار او عادي خلکو پر ژوند سخت منفي اغېز کړی دی. هغوی له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیزي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بازارونو د اتحادیې مشر ملک سوهاني په پېښور کې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې له تېرې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې دروازې تړلې پاتې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو، کروندګرو او د ترانسپورټي سکتور اړوند خلکو اقتصادي زیانونه ډېر شوي دي.

ملک سوهاني ویلي: «له یوې میاشتې زیات وخت کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بنده ده. د سبو، مېوو او نورو زراعتي توکو باروړونکي موټر دواړو غاړو ته ولاړ دي او توکي په خرابېدو دي. واردوونکي او صادروونکي له میلیاردونو روپیو تاوان سره مخ شوي دي.»

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني سوداګر د دغه هېواد له پوځ او امنیتي ادارو سره خپل ملاتړ څرګندوي، خو اقتصادي فشار دومره زیات شوی چې د زغملو وړ نه دی.

هغه وویل: «په داسې حال کې چې زرګونه کورنۍ هره ورځ د خوړو موندلو لپاره مبارزه کوي، ګڼ شمېر فابریکې او کاروبارونه بند پاتې دي. موږ له حکومته غواړو چې له افغان چارواکو سره خبرې وکړي او دا ستونزه په بیړني ډول هواره کړي.»

ملک سوهاني همدارنګه وویل چې حتا هغه هېوادونه چې له یو بل سره یې اړیکې ترینګلې وي، بیا هم خپلې سوداګریزې لارې پرانستې پرېږدي، څو د اقتصادي بحران مخه ونیول شي.

د ده په وینا، د لارو تړل کېدو له امله د اړینو توکو کمبود رامنځته شوی، بیې لوړې شوې او په ټول ایالت کې د بیو کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

دغه سوداګر وايي، که د پولو د تړل کېدو ستونزه ژر حل نه شي، نو د خوارې طبقې ژوند به لا نور هم ستونزمن شي او د بېکارۍ کچه به لوړه شي.

ترویج لرونکی

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
۱
د افراسیاب خټک لیکنه

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۲
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۳

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۴

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۵

پر افغان خاوره د پاکستاني بریدونو په اړه د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ ناندرۍ

•
•
•

نور کیسې

افغاني سرې میاشتې په بلخ کې پر ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو مرستې ویشلې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰
افغاني سرې میاشتې په بلخ کې پر ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو مرستې ویشلې دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې په بلخ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ۶۰۰ کورنیو باندې یې خوراکي، غیر خوارکي او نغدي مرستې ویشلې دي.

د سرې میاشتې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې ادارې طالب مشر مولوي شهاب الدین دلاور ویلي چې افغاني سرې میاشتې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې له ۴۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده او هڅه کوي زيانمنو کورنيو ته بشري مرستې لا زياتې کړي.

نوموړي د ملي ټولنو نړېوال فدراسیون، ملک سلمان د بشري مرستو مرکز او نورو نړېوالو بشرپاله بنسټونو نه د مننې ترڅنګ د لا همکارۍ غوښتنه کړې ده.

څو اونۍ وړاندې بلخ او سمنګان ولایتونه د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزول چې ډیر مالي او ځاني زیانونه یې واړول.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي او همداشان ۴۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې په ویشل شوې مرسته کې له هرې کورنې سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ ۱۰۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

سهیل اپریدی وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو نیوونکي د پښتنو د امن دښمنان دي

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۳ GMT+۰
سهیل اپریدی وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو نیوونکي د پښتنو د امن دښمنان دي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د خیبر پښتونخوا له امن جرګې وروسته د پښتون ژرغونې غورځنګ د غړو د نیول کېدو او تري تم کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د جرګې د میلمنو نیوونکي کسان د پښتنو د امن دښمنان دي.

سهیل اپریدي نن د پنجشنبې په ورځ، د لړم ۲۲مه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د پېښور په امن جرګه کې ټول ګډون کوونکي د جرګې میلمانه وو او هر چا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي تښتولي هغه د پښتنو د امن دښمنان دي.

نوموړي زیاته کړه:«هر چا چې دا کار کړی وي، هغوی زموږ د پښتنو روایات مات کړي دي، چا چې دا کار کړی وي هغه زموږ د پښتون قوم د امن دښمن دی، چا چې دا کار کړی وي، هغوی نه غواړي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت راشي.»

نوموړي خبرداری ورکړی او وايي، چې که په دغه ډول د خیبر پښتونخوا د پښتنو او قبایلو روایات ماتول دوام وکړي، نو پر وړاندې به یې کلک غبرګون وښودل شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د خیبر پښتونخوا په امن جرګه کې د وینا لباره د وخت نه ورکولو له امله له جرګې سره پرېکون وکړ او د اعتراض په ډول یې جرګه پرېښوده.

بل خوا د پښتون ژرغونې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي، چې د یاد غورځنګ له هغو غړو سره، چې جرګه یې د اعتراض په ډول پریښې وه، هر ډول اړیکه قطع ده او تر اوسه خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي په اسلام اباد او وزیرستان کې ځانمرګي بریدګر افغانان وو

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي په اسلام اباد او وزیرستان کې ځانمرګي بریدګر افغانان وو
100%

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد او د سویلي وزیرستان په واڼه کې پر پوځي کالج تر بریدونو وروسته، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن خبریالانو ته وویل، «دا تایید شوې ده چې دواړه ځانمرګي بریدګر افغانان وو او له افغانستان څخه راغلي وو».

له دې وړاندې د اسلام اباد د ځانمرګي بریدګر په اړه پاکستاني رسنیو ویلي و، چې بریدګر له باجوړ نه ورغلی و.

محسن نقوي د وروستیو ځانمرګو بریدونو د عاملینو د هویت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ، بریدګرو په جنوبي وزیرستان کې د واڼه پر پوځي کالج برید وکړ، چې لږترلږه درې کسان یې ووژل.

بریدګرو د کالج په اداري بلاک کې سنګر نیولی و او تر ۲۴ ساعتونو ډیر د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل.

بل خوا د سې شنبې په ورځ، د اسلام اباد د عدلي مرکز کمپلیکس مخې ته نږدې یوه ځانمرګي بریدګر لږترلږه ۱۲کسان ووژل او ۲۷نوریې ټپیان کړل.

د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام ابادکې له ځانمرګي برید یوه ورځ وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پارلمان کې هند او افغان طالبان په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.

همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ګواښ وکړ چې هیواد یې ممکن په افغان خاوره کې پوځي اقدام وکړي.

اصف وویل چې هغه به په پاکستان کې په وروستیو پیښو کې د افغان طالبانو د لاس لرلو ټول شواهد د قطر او ترکیې په څیر منځګړو هیوادونو ته وسپاري.

هغه له پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز»سره په یوه مرکه کې وویل: «موږ به د یرغلګرو برید بې ځوابه نه پریږدو او پرېکنده ځواب به ورکړو.»

طالبانو دغه بریدونه د یوې اعلامیې په ترڅ کې غندلي دي.

طالبان: د ازبکستان له لارې منځنۍ او سویلي اسیا ته د کرنیزو محصولاتو د لېږد هوکړه شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۰
طالبان: د ازبکستان له لارې منځنۍ او سویلي اسیا ته د کرنیزو محصولاتو د لېږد هوکړه شوې
100%

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او اروپايي هېوادونو ته یې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد په موخه له ازبکستان سره هوکړه لاسلیک کړې ده.

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زید ویلي، چې په دغه ولایت کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یوه ګډه هوکړه لاسلیک شوې، چې له مخې به یې د انارو، انځرو، سبزیجاتو په ګډون د افغانستان کرنیز محصولات د ازبکستان له هوايي لارو څخه منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او اروپايي هېوادونو ته انتقالیږي.

هم‍دارنګه طالبانو ویلي، چې ازبکستان ته د غوښې په صادراتو کې هم له ګڼو افغان سوداګرو سره هوکړې لاسلیک شوې دي او دا بهیر عملا پیل شوی دی.

طالبانو ویلي، هڅه کوي چې یاده لار د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ په مناسب او اغېزناک بدیل بدله کړي.

طالبان د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او اروپايي هېوادونو ته د افغان محصولاتو د لېږد د هوکړې په اړه پر داسې مهال خبر ورکوي، چې تېره ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعت کارانو ته ویلي و، چې په دریو میاشتو کې له پاکستان سره خپل حسابونه تصفیه کړي او د پاکستان د وارداتو د ټیټ کیفیت له امله دې صادرات او واردات له له بدیلو لارو ترسره شي.

طالبانو په پنجشیر کې د «پارنده» د برېښنا تولید فابریکه پرانېستله

۲۲ لړم ۱۴۰۴ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۰
طالبانو په پنجشیر کې د «پارنده» د برېښنا تولید فابریکه پرانېستله
100%

د طالبانود ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د پنجشیر ولایت په «پارنده» سیمه کې د برېښنا د تولید فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې فابریکې د پرانېستې په مراسمو کې ملا برادر ویلي چې برېښنا د صنعت د پراختیا لپاره بنسټیز ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان له کونړ سیند څخه نیولې د هلمند او فراه تر لمرینو دښتو او د هرات او نیمروز بادونو پورې، د برېښنا د تولید پراخې او بې‌شمېره سرچینې لري.

نوموړي وویل: « د برېښنا په برخه کې پرځان‌بسیا کېدل زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، او په دې برخه کې بنسټیزې هڅې روانې دي.»

د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال څرګنده کړې، هغه وخت چې افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان‌بسیاينې ته ورسېږي، د بهرنیو بې‌کیفیته توکو پر ځای به د لوړ کیفیت ملي محصولات بهر ته صادر کړي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره به د پانګونې نوې دروازې پرانېستل شي.

ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې د صنعت په برخه کې، په ځانګړي ډول د برېښنا تولید په سکتور کې پانګونه وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې طالبان به د پانګه‌والو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د معلوماتو له مخې، د پنجشیر ولایت «پارنده» برېښنا فابریکه څلور میګاواټه برېښنا تولیدوي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ډېری اړتیاوې به پوره کړي.