• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د جیو نیوز پر سکرین د پاکستاني پوځ خلاف پیغامونه خپاره شوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د پاکستان جيو نيوز ټلویزیون خپلو نندارچيانو ته خبر ورکړی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د دې ټلوېزيوني شبکې د خپرونو د هېک کولو او ګډوډولو هڅې روانې دي. د جیو نیوز پر سکرین د پاکستان د پوځ خلاف او د اسراییل د موساد شبکې یو پیغام خپور شوی.

د شبکې د معلوماتو له مخې، جيو نيوز شبکه چې د پاکستان د «پاک ساټ» سپوږمکۍ له لارې خپرونې کوي، د نامعلومو لوریو له خوا د تخنيکي لاسوهنې هدف ګرځېدلې ده. ويل کېږي چې په دې موده کې د خپرونو په بهير کې پرله‌پسې خنډونه رامنځته شوي او د پاکستان د پوځ خلاف او د اسراییل د موساد شبکې یو پیغام خپور شوی.

د پوځ خلاف پیغام کې ویل شوي، چې یوه ځانګړې حلقه پاکستان پر ناسم لور بیايي.

دغه راز د موساد له اړخه په پیغام کې پر ایرانیانو غږ شوی، چې « په ایران کې خلک مرستو ته اړ دي، له موږ سره مرسته وکړئ چې د ایران د خلکو غږ شو»،

جيو نيوز زياته کړې چې د دې شبکې سکرين هېک شوی او نامناسب پيغامونه خپاره شوي او ټينګار يې کړی چې د يادې پېښې له منځپانګې سره د شبکې هېڅ تړاو نشته.

يادې رسنۍ له اړوندو چارواکو غوښتي چې موضوع جدي وڅېړي، سملاسي اقدام وکړي او د پېښې مسوول کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د ۴۵۰ طالبانو او طالبان د شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظاميانو د وژلو خبر ور کوي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پر افغانستان د بریدونو په پایله کې یې ۴۱۵ طالبان وژلي دي. د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د تېرو څو ورځو په عملیاتو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظامیان وژلي دی. د داوړو خواوو د شمېرو کره کول ستونزمن دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ نن د یکشنبې په ورځ د کپ پر ۱۰مه اعلان وکړ، چې هیواد یې په افغانستان کې په ۴۶ هدفونو بریدونه کړي دي.

هغه وویل چې د طالبانو ۱۸۲ پوستې ویجاړې شوې او ۳۱ نیول شوي دي.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د طالبانو ۱۸۵ ټانکونه، پوځي موټر او تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

خو د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان پر وړاندې په ځوابیه بریدونو کې یې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني نظامیان وژلي، ګڼې پوستې یې نیولې او له منځه وړې دي او په مختلفو سیمو کې یې ډرون بریدونه کړي دي.

د طالبانو د سرحدي پوليسو وياندعابدالله فاروقي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د شنبې په شپه یې ځواکونو په غچ اخېستونکو عملياتو کې په تورخم کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی او لږ ترلږه لس پوځیان یې وژلي دي.

نوموړی ویلي، چې په برید کې د پاکستان کميساري، د اېف‌سي ځواکونو قومانداني، امنيتي پوستې او ټانکونه هم ويجاړ شوي دي.

پاکستاني اړخ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په مختلفو ولایتونو کې یې د طالبانو د قول اردوګانو اړوند کنډکونه، تجهیزات او موټر په نښه کړي دي.

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل شوي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۴ GMT+۰

بېګاه شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو سره هم‌مهاله پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیات پیل کړل. دغه وضعیت په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

راپورونه ښيي، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره سم پاکستاني پولیسو په کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې ګڼ افغانان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې پاکستان د افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ درولې او زرګونه کډوال اوس له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.
د دغه کډوالو په منځ کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې امریکا او اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتنې دوسیو د ارزونې په تمه دي؛ تر نورو ډېر زیان منونکي بلل کېږي. له دې ډلې یو افغان وایي، د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای؛ خو په پاکستان کې هم د نیولو، جبري اېستلو او د امنیتي فشارونو له ګواښ سره مخامخ دي.
هغه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د وضعیت تر کړکېچنېدو وروسته ځینې افغان کورنۍ بېګاه شپه ناوخته د نیولو او د جبري اېستنې له وېرې له پنجاب څخه پېښور ته کډه شوې دي.

همداراز د تورخم په دروازه کې یوشمېر هغه کډوال چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه وو؛ د سختې نښتې له امله لنډي کوتل او د حمزه بابا مزار شاوخوا سیمو ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ادعا کړې، چې پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د کډوالو عمري پنډغالی په نښه کړی دی. د هغه په وینا؛ پر عمري پنډغالي د برید له امله یوشمېر کډوال ټپیان شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر ناکراره شپې وروسته په پاکستان کې مېشتو کډوالو ورځ په پنجاب، اسلام‌اباد او کراچۍ ښارونو کې د پولیسو له پراخو عملیاتو سره پیل کړه.

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبانو ته «په څو ساعتونو» کې د بریدونو د پایلو خبرداری ورکړی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند خبرداری ورکړی چې طالبان به ډېر ژر د دغه هېواد د« ملي حاکمیت د نقض» پایلې درک کړي. هغه تېر کال له هند سره تاوتریخوالي او نښتو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې طالبان به هم «په راتلونکو ساعتونو کې» د داسې اقدام معنا درک کړي.

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د هند په استازیتوب پوځي اقدام کړی دی.

سولنګي په تندو څرګندونو کې وویل: «مودي او د هغه نوي سپي په افغانستان کې به ډېر ژر پوه شي چې د پاکستان د حاکمیت نقض څه معنا لري.»

هغه زیاته کړه: «مودي تېر کال د مې په میاشت کې دا درس په سخته زده کړ، د طالبانو رژیم به هم ډېر ژر، په راتلونکو څو ساعتونو کې، دا موضوع درک کړي.»

پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو بریدونوته یې سملاسي او چټک غبرګون ښودلی

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ویلي چې د طالبانو ځواکونو پر ډیورنډ کرښه په څو ځایونو کې ډزې پیل کړې دي. یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی. طالبانو د ۱۵ پوستو د نیولو او ویجاړولو خبر ورکړی.

یاد وزارت د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام له سملاسي او اغیزناک غبرګون سره مخ شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونو متقابل عملیات پیل کړي دي.

وزارت ویلي، چې په چترال، خیبر، مهمند، کورمه او باجوړ سیمو کې د طالبانو پوستې په نښه شوې دي.

وزارت ادعا کړې، چې لومړني راپورونه ښيي افغان لوري ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتې او څو پوستې او تجهیزات ویجاړ شوي دي، خو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې.

طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو ۱۵ پوستې یې ویجاړې کړې دي.

پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، او د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۷۵ خوشې شوي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شول

۷ کب ۱۴۰۴ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۷۵ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.
په پېښور کې مېشت افغان کډوال وایي، چې د پولیسو له وېرې له کوره بهر نه‌شي وتلای او که پولیس یې ونیسي؛ نو بېرته یې په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.