خواجه اصف: له افغانستان سره د سوداګرۍ پرېکون به اسلاماباد ته زیان نه، بلکې ګټه ورسوي
د پاکستان د دفاع وزیر د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کمول به اسلاماباد ته ګټه ورسوي. هغه وویل، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پرې کېدل به پاکستان ته هېڅ ډول زیان ونه رسوي.
ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ پر افغان سوداګرو غږ وکړ، چې له پاکستان سره ټولې سوداګریزې اړیکې ودروي. خواجه اصف په ځواب کې وویل: «دا د افغانستان داخلي مسله ده، که دوی د توکو د واردولو لپاره د ایران، ترکیې، ترکمنستان یا ان د هند لارې هم کاروي، مونږ لپاره هېڅ توپیر نه لري؛ ځکه چې دا پرېکړه پاکستان ته کوم اقتصادي زیان نه رسوي او ان موږ ته ارامي هم راکوي. » هغه زیاته کړه: «د کراچۍ له بندر څخه د افغانستان لپاره د وارد شویو توکو یوه برخه بیا هم پاکستان ته راستنېږي. د افغانانو له خوا د نورو لارو غوره کول زموږ لپاره اقتصادي ګواښ نه دی.» د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ: "د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترافیکو کمول به د سوداګرۍ یا په بله پلمه پاکستان ته د ترهګرۍ ننوتل کم کړي. په دې حالت کې به زموږ لپاره د سرحدونو اداره کول اسانه شي. دا پرېکړه په حقیقت کې په پټه یو نعمت دی؛ ځکه چې که افغانستان نورې لارې غوره کړي، نو دا به پاکستان ته ګټه ورسوي، نه دا چې زیان ورسوي." ملا عبدالغني برادر نن له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره سوداګري ودروي او بدیلې لارې غوره کړي. هغه وویل: "ټول افغان سوداګر او صنعتکاران باید د پاکستان پر ځای نورې سوداګریزې لارې غوره کړي. زه له دوی څخه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره د وارداتو او صادراتو لپاره بدیل لارې ولټوي." ملا برادر خبرداری ورکړ، چې د درې میاشتني ضرب الاجل وروسته هر هغه سوداګر چې له پاکستان سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي، د طالبانو د حکومت له همکارۍ څخه به محروم شي او د هغه غږ به نه اورېدل کېږي. هغه له پاکستان څخه د وارد شویو درملو کیفیت هم ټیټ وباله او ویې ویل، چې افغان سوداګر یوازې درې میاشتې وخت لري چې له پاکستان سره خپلې درملیزې معاملې پای ته ورسوي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.