• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لانسټ طبي مجله: تر ​​۲۰۵۰ کال پورې به د تودوخې له امله مرګ پنځه برابره زیات شي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۹ GMT+۰

له سلو زیاتو ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې به د تودوخې اړوند کلنۍ مړینه پنځه برابره شي. دوی په یوه ګډه مقاله کې لیکلي، چې ځمکه د تېرو ۲۰ تر ۴۰ کلونو په نسبت دوه برابره ډېره توده شوې ده.

دا مقاله د چهار شنبې په ورځ د لړم په ۲۴مه په لانسټ طبي مجلې کې خپره شوه.
د دې څېړنې له مخې، د تودوخې د لوړېدو له امله وچکالۍ د یوې لسیزې وړاندې په پرتله په ټوله نړۍ کې ۱۲۷ میلیونه وګړي د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې کړي دي.
دغو ساینس پوهانو زیاته کړې چې د ځمکې تودوخه نه یوازې انسانان د مرګ له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د تودوخې د بدلون له امله هم انسانان د ملاریا په څیر د وژونکو ناروغیو له خطر سره مخامخ کیږي.
ساینس پوهانو په دې څیړنه کې لیکلي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د ځمکې د تودوخې درجه په تیرو سل زرو کلونو کې تر ټولو لوړه شي.
دغو ساینس پوهانو د شمېرو په مطالعه کولو لیکلي، چې تودوخې پورې اړوند مړینې د ۶۵ کلونو څخه پورته عمر لرونکو خلکو کې د دې مودې په پرتله ۸۵ سلنه زیاتې شوې دي.
د تولید شوي کاربن ډای اکسایډ مقدار کمول او له تودوخې سره د مقابلې میکانیزم رامینځته کول هغه وړاندیزونه دي چې ساینس پوهان ورته اشاره کوي.
د دې علمي مقالې لیکوالانو خبرداری ورکړی، د نړۍ تودوخه چې څومره اوږدیږي، له دې ستونزې سره جوړجاړی ستونزمن او ډېر لګښت غواړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي