• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستانۍ سرچینې وايي اسلام اباد نور د طالبانو د ادارې ملاتړ نه کوي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د پاکستان ایکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو له قوله ویلي، چې تر څو طالبان د پاکستان امنیتي اندېښنو ته ځواب ونه وايي، اسلام اباد د طالبانو د رژیم ملاتړ نه کوي. دغه سرچینې، دا یوه محاسبه شوې پرېکړه ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې وویل، چې پاکستان د یو سوله‌ییز، باثباته، دوست، ټولشموله، او بډایه افغانستان هیله لري.

یاد وزارت وویل، « پاکستان تمه لري چې د طالبانو رژیم په مسوولانه توګه عمل وکړي، خپلې ژمنې پوره کړي، او د ترهګرۍ د له منځه وړلو په ګډ هدف کې مثبت رول ولوبوي».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو ادارې د افغان لنډمهالي حکومت پرځای د افغان طالبانو رژیم اصطلاح وکاروله او ویې ویل، چې هیله لري یوه ورځ افغانان ازاد او د یوه ریښتیني استازي حکومت تر واک لاندې راشي.

د پاکستان رسمي سرچینو ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې دا بدلون د پاکستان د ښې محاسبه شوې تګلارې برخه ده، چې د اوسني وضعیت انعکاس دی.

طالبانو ددې اعلامیې په غبرګون کې په پاکستان کې د تحریک لبیک پر اعتراضي ناستې د پاکستاني ځواکونو عملیات زور زیاتی وباله او له اسلام اباد نه یې وغوښتل چې له خپلو خلکو سره د خبرو او مفاهمې لاره غوره کړي

د پاکستان او طالبانو اړیکې له څو کلونو راهیسې لوړې او ژوې لري او ددې اړیکو د ترینګلتیا یو ستر لامل د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ټي ټي پي فعالیتونه دي، چې طالبان یې ردوي.

د شنبې په شپه د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې دطالبانو د ځواکونو ځوابي بریدونو اسلام اباد دې ته هڅولی، چې د یادې ډلې په اړه په خپله پالیسي کې تغییر راولي، خو تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې دغه پالیسي تاکتیکي عمل دی او که اسلام اباد نور له طالبانو نهیلی شوی دی.

پاکستان له اوږدو کلونو راهیسې د طالبانو په ملاتړ تورن دی او ګڼ افغان سیاستوال لا هم د پالیسۍ دغه تغییر ته د شک په سترګه ګوري.

خو ظاهرا د پاکستان او طالبانو اړیکې تر ټولو په ځوړ حالت کې دي او ښيي چې ددې اړیکو بیا رغېدل ښايي په لنډ وخت کې شوني نه وي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

په چین کې د طالبانو سفیر د پاکستان حاکمه طبقه «شریره کړۍ» وبلله

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د پاکستان واکمن پاړکی «شریره کړۍ» وبلله او ویې ویل تر هغه چې کنټرول نه شي، په سیمه او پاکستان کې ثبات نشي راتلای. د طالبانو سفیر لیکلي: «دا حلقه د سیمې د ثبات او امن پر وړاندې د یوې سرطاني غدې په توګه ثابته شوې ده.»

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي نن د سې شنبې په ورځ، د تلې ۲۲مه په خپل اېکس کې ولیکل چې د پاکستان د پوځ مشران «خپل ولس یرغمل کړی او پاکستان یې د داعش، مخدره توکو او نورو خطرناکو لوبو لپاره د لوبې ډګر ګرځولی دی.»

خو هغه له څو ساعتونو وروسته له وضاحت پرته خپل یادښت لرې کړی دی.

100%

طالبان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې څلور نیم زره افغان کډوال جبري راستانه شوي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا څلور نیم زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبري توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون د دوشنبې د ورځې په راپور کې راغلي، چې د اسلام‌کلا، ورېښمو لار، تورخم او سپین‌بولدک له لارو ټولې ۷۸۰ کورنۍ هېواد ته بېرته راستنې شوي، چې د غړو شمېر یې نږدې ۴۴۰۰تنه ښودل شوی دی.

راپور زیاتوي، چې یادو کډوالو ته د بیړنیو مرستو ترڅنګ نغدې پیسې، د لېږد لګښت او د لنډمهاله استوګنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د راپور له مخې، یوازې د کندهار له لارې له درې نیم سوه ډېرو کورنیو ته د لېږد لپاره ۲،۸میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي.

د نیمروز ولایت د ورېښمو د لارې د کډوالو لپاره هم روغتیايي خدمتونه برابر شوي.

په راپور کې ویل شوي چې د تورخم له لارې ستانه شوي افغانان د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوي او له ۱۷۸ کورنیو سره له یو نیم میلیونه افغانیو زیاته مرسته شوې ده.

افغان سوداګر: پاکستان کراچۍ بندر ته امر کړی چې د افغان سوداګرو توکي مه باروئ

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۱

په تورخم او سپین بولدک ولسوالیو کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلی، چې تر امرثاني پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته پاکستان د تورخم او چمن لارې هم تړلې دي.

ځینو افغان سوداګرو نن سې شنبه، د تلې ۲۲مه وویل، چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو سلګونو کانټینرو د بارېدو مخنیوی شوی دی.

د سوداګرو په وینا، پاکستاني چارواکو ورته ویلي، چې د تورخم او سپین بولدک لارې تر نامعلوم وخته پورې تړلې دی.

په کراچۍ کې یو افغان سوداګر وویل:«یوازې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګر شاوخوا ۸۰۰ کانټینر ولاړ دي او که همداسې ولاړ پاتې شي نو پر هغو جریمه او مالیه راځي نو افغان سوداګرو ته د ورځې میلیونونه ډالر زیان رسیږي.»

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، له تېرو درېو ورځو راهسې یوازې په تورخم او سپین بولدک کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۲۰۰۰ کانټینر ولاړ دي.

د سوداګرو اندېښنې دا دي، چې په دې کانټینرو کې له مېوې څخه نیولې تر سبزي پورې هرڅه بار دي او دا احتمال شته، چې د ورځو په تېرېدو سره دا هر څه له منځه لاړ شي.

افغان سوداګر د پاکستاني چارواکو داسې غږونه هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړل، چې دا روښانه کوي، چې په کراچۍ کې د دوی سوداګریز توکو د بیا بارېدو امر به ډېر وخت ونیسي او ټولو ټرانسپورټي کمپنیو ته امر شوی، چې د هېڅ افغان سوداګر کانټیر بار نه کړي.

افغان سوداګرو د طالبانو او پاکستان له حکومتونو وغوښتل، چې سیاست دې له سوداګرۍ جدا وساتي او د سوداګریرۍ مخنیوی دې نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر نښتو وروسته نن درېیمه ورځ هم د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډې او خرلاڅي لارې بندې دي.

ایراني رسنۍ: د افغانانو له اېستلو سره په اقتصادي برخه کې د ایران کاري ظرفیت محدود شوی دی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۰ GMT+۱

اېرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې له ایران نه د افغانانو د اېستلو سره په اقتصادي برخه کې د دغه هېواد ظرفیت محدود شوی او په ځینو مواردو کې له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند هم شوی دی.

د راپور له مخې؛ د دغه افغان کډوالو درېیمه برخه په خراسان رضوي ولایت کې اوسېدل. په راپور کې راغلي، چې دغه شمېر د بيرجند، بوشهر او نيشاپور ښارونو له نفوس سره برابر دی او د دغه کډوالو اېستلو ښې پایلې لرلې.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د شمال ختيځ استازي احمد معصومي‌فر وایي، د ۱۴۰۴لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د افغان کډوالو اېستلو بهیر ځکه ګړندی شو چې د بې‌اسناده کډوالو اېستلو لپاره د دغه کال (د چنګاښ میاشتې ۱۵مه نېټه) ټاکل شوې وه؛ خو هغوی افغانستان ته د تګ نیت نه لاره. احمد معصومي‌فر زياته کړه، ۳۷زره بې‌اسناده افغان کډوال د چنګاښ میاشتې په ۴مه نېټه د دوغارون له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.

اېرنا لیکلي، چې له افغان کډوالو سره پر ناوړه او تاوتریخوالي ډک چلند هم سترګې نه‌شي پټېدای. راپور کاږي، چې دغه ناوړه چلند د ایران څو لسيزو مېلمه پالنې ته زیان ورساوه او د افغانانو له اېستلو سره په اقتصادي برخه کې د ایران کاري او مسلکي ظرفیت محدود شوی دی.

راپور زیاتوي، چې له ایران نه د افغان کډوالو اېستل د ملت غوښتنه وه او حکومت د ملت غوښتنه عملي کړه؛ خو په رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ملت په دې کار سخت ناراضه دی او د دغه کار پړه یې پر حکومت وراچوله.

د اېرنا په راپور کې راغلي، چې افغان کډوالو ته مخکې خبر ورکړل شوی و؛ خو افغان کډوالو رسنیو ته ویلي، چې دوی ته هیڅ ډول خبر نه و ورکړل شوی، ان دا چې د ایران حکومت پاسپورټ لرونکي افغانان هم له دغه هېواده په جبري توګه و اېستل.

د کابل او امرتسر ترمنځ مستقیمې الوتنې پيلېږي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۰ GMT+۱

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هند د امرتسر او کابل ترمنځ به مستقیمې الوتنې بېرته پيل شي. د هند د پارلمان غړي وېکرم جیت سېنګ ساهني هم د دغه الوتنو بیا پېلېدل ستایلي او دا کار یې د دواړو هېوادونو په ګټه بللی دی.

هغه ویلي، له افغانستان نه هند ته د وچې او تازه مېوو او نورو توکو صادرولو او له هند نه افغانستان ته د درملو واردولو لپاره به دغه الوتنې پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري اړیکو د بیا پیلېدو هیلې راژوندۍ کړې دي؛ هغه اړیکې چې له اوږدې مودې راهیسې د جیوپولیټیکي بدلونونو له امله محدودې شوې وې.

نوموړي دغه خبرې په نوي ډیلي کې د سوداګرۍ او صنایعو فډراسیون له استازو سره د غونډې پرمهال کړې دي. په راپور کې راغلي، چې دغه خبر په امرتسر کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی. امرتسر ښار پخوا د افغان سوداګرو یو مهم مرکز ګڼل کېده.

په راپور کې د (اېرلاینز هوټل) څښتن سچېن کمار په حوالې راغلي، دغه ښار یو وخت په افغان سوداګرو اباد و؛ دلته به افغان مېلمانه د اونیو، اونیو لپاره پاتې کېدل. هغه زیاته کړه، افغان سوداګر به تر یوې میاشتې پورې دلته اوسېدل.

هغه وړاندې وایي، د دغه الوتنو بیا پیلېدل نه یوازې سوداګریز فعالیتونه ګړندي کوي؛ بلکې د ګرځندوی صنعت به هم ورسره ژوندی شي. د هغه په وینا؛ کله چې د امرتسر پر ځای د کابل او ډيلي ترمنځ الوتنې پيل شوې، د وچې مېوې سوداګري هم د امرتسر پر ځای په ډیلي کې پيل شوه.

یو افغان سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د دغه الوتنو له بیا پيلېدو سره به په امرتسر کې د سوداګرۍ او ګرځندوی صنعت بېرته وده وکړي.

د راپورونو له مخې؛ د تېر جمهوریت پرمهال هندوستان ډېرو افغانانو ته سوداګریزې، سیاحتي او روغتیایي وېزې ورکولې او هر کال به زرګونه افغانان هند ته تلل؛ خو د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره د وېزو دغه لړۍ په ټپه ودرېده، اوس که له هند سره د هوا له لارې د افغانستان د مېوو او نورو مالونو سوداګري پيل شي؛ نو دغه کار به د افغانستان پر اقتصاد خورا مثبت اغېز وکړي.

له څو لسیزو راهیسي دا دود پاتې شوی، چې کله د افغانستان مېوې پخې شي پاکستان لاره پرې وتړي او یا مالیات دومره لوړ کړي، چې دغه صادرات په ټپه ودروي. دوه کاله مخکې افغان سوداګرو رسنیو ته وویل، چې د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته پر اوښتونکو هغو موټرونو برید کېږي، چې هند ته سوداګریز توکي لېږدوي. په دې لړ کې له کندهار نه په انځرو بار یو موټر د ناپېژاندو کسانو تر برید لاندې راغی، چې د ګوادر له لارې یې هند ته انځر وړل.