طالبان وايي تېرو ۶ میاشتو کې یې کابل کې تر ۲ زرو ډېر کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د کابل امنیه قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند وايي، تېرو شپږو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې دوه زره ۱۳۶ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

خالد ځدراڼ د چارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د دې کسانو پرضد دوه زره ۲۱۰ جنايي دوسیې جوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، په تېره شپږو میاشتو کې طلب ځواکونو په کابل کې ۵۴۵ عملیات کړي دي.

خالد ځدراڼ وايي، دا کسان د قتل، د ګاډو، موټر سایکلونو، اموالو او اجناسو د غلا، فرېبکارۍ، د وسلو د قاچاق، او ځینې نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو