• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له پاکستانه د چرګانو د غوښې په واردولو بندیز لګولی او هغه یې «حرامه » بللې

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۶ GMT+۰

طالبانو په داسې مهال دغه پرېکړه کړې، چې تېره ورځ یې له پاکستان او ازبکستان سره درې اړخیز سوداګریز تړونونه لاس‌لیک کړل. طالبانو ویلي، چې له پاکستانه د واردېدونکې چرګانو غوښه حلاله نه ده او مسلمانان یې باید له خوړولو ډډه وکړي.

ځینو طالب چارواکو ویلي، هغه خواړه چې د پاکستان په فارمونو کې چرګانو ته ورکول کېږي د څارویو له خوسا شویو وینو جوړېږي چې دا هم د روغتیا له پاره زیانمن دي او هم د شرعي پلوه حرام دي.

که د طالبانو دغه پرېکړه عملي کېږي؛ نو ورسره د پاکستان د چرګانو د روزلو صنعت سخت زیانمنېږي، ځګه د پاکستاني چرګانو له پاره افغانستان ستر او ګټور مارکېټ بلل کېږي.

تر دې وړاندې د جمهوریت پر مهال هم د افغانستان حکومت د پاکستان څخه د چرګانو په واردولو بندیز لګولی و؛ خو هغه مهال په کور دننه د چرګانو د فارمونو خاوندانو شکایت لاره، چې ګواکې پاکستاني فارم لرونکي غواړي په مارکېټ کې د افغان فارمونو بازارونو سره نا سالمه سیالي وکړي.

خو ښايي دا پلا خبره بل ډول وي، په پاکستان کې ځینې کتونکي دې مسلې ته سیاسي رنګ ورکوي او وايي چې د دې کار اصلي لامل له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو وروستۍ پرېکړې سره تړاو لري.

ډېر لیدل شوي

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه
۱

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه

۲

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په بیشکک کې د طالبانو د استازي له شتون پرته پیل شوه

۳

د تورخم لارې بندښت؛ په پاکستان کې د چایو پر سوداګرۍ اغېز کړی

۴

د کونړ له زلزلې یو کال وروسته؛ زلزله‌ځپلي لاهم اروایي مرستو ته اړتیا لري

۵

پاکستانۍ لوبډلې د انګلستان پر وړاندې له پرله‌پسې ماتې وروسته خپل ۷ لوبغاړي له ډلې وایستل