جو بایډن او شي جین پینګ په امریکا کې سره وکتل

جو بايډن او شي جين پينګ د چهارشنبې ورځ د لړم په ۲۴مه نېټه په سانفرانسيسکو کې سره وکتل. په دې غونډه کې، د امریکا او چین مشرانو هوکړه وکړه چې "پوځي اړېکې" بیا پیل کړي او د نشه یي توکو پر ضد سیاستونو کې به همکاري وکړي.