• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو یوه معترضه په کابل کې ونیوله

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د ښځو د حقونو فعاله پریسا ازاده پرون د کابل په دشت برچي کې د طالبانو استخباراتو نیولې ده. د عدالت او ازادۍ لپاره د افغان ښځو ډلې مسوولې شمایل توانا ناصري افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د مېرمن ازاده نیول تایید کړل. پریسا ازاده د دې ډلې غړې ده.

شمایل توانا ناصري وايي، د طالبانو استخباراتو پرون د مېرمن ازاده کورنۍ ته خبر ور کړې چې هغه د دوی په بند کې ده.

طالب چارواکو تر اوسه د دې معترضې د نیولو په هکله څه نه دي ویلي.

د افغانستان د عدالت او ازادس لپاره د ښځو ډله د ۲۰۲۲ کال جنورۍ کې جوړه شوه او له هغه راهیسې بیا بیا د طالبانو پر سیاست نیوکې کوي.

د انساني حقونو د څارډلې څېړونکې پرښته عباسي هم د مېرمن ازاده د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

مېرمن عباسي خپل اېکس کې لیکلي چې طالبان باید خپل سرې نیونې پرېږدي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: ترهګر له بې اسناده کډوالو سره په رابطه کې دي

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، استخباراتي مالومات ښيي چې ترهګر په دغه هېواد کې له بې اسناده کډوالو سره اړیکه لري. ممتاز زهرا بلوڅ نن په اسلام اباد کې خبریالانو ته اونیزه غونډه کې دا هم وویل، د طالبانو له حکومت تمه لري چې د پاکستان ضد وسلوالو ټول پټنځي له منځه یوسي.

تر دې مخکې هم پاکستاني چارواکو افغان کډوالو په وسلوالو بریدونو کې ښکېل بللي دي او د اکتوبر راهیسې یې د بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

طالبانو بیا بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي چې ګویا افغان کډوال په دغه هېواد کې تاوتریخوالی کوي.

دوی د اسلام اباد دا ادعا هم ردوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځي لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو ممتاز زهرا بلوڅ نن دا هم وویل، چې طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو د پټنځیو د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

د نوموړې په خبره، اسلام اباد تمه لري چې د طالبانو حکومت د پاکستان د امنیت ګواښونکې ډله ختمه کړي.

د لغمان د قرغیو لپاره یوه طالب چارواکي یو موټروان په دې وهلی چې «ولې یې ژر لار ور نه کړه»

۲۵ لړم ۱۴۰۲ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۹ GMT+۰

سرچینې وايي، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مدیر یو موټروان په دې وهلی او بندي کړی چې ولې یې د ده ګاډي ته ژر لار ور نه کړه. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې، قومندان زرګل پرون د موټروان پر وهلو سربېره هغه ته ګواښ کوي چې «په ولسوالۍ کې به در سره ګورم.»

د سرچینو په خبره، قومندان زرګل پرون د قرغیو زېړانیو کلي ته روان و، مخته ترې بار سوزکی و، کله چې ارن کوي، هغه ژر نه څنګه ته کېږي، ځکه بار موټر ډېر وخت نیسي، نو قومندان زرګل چې ترې مخته کېږي وهي یې او بندي کوي یې.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیو کې هم ښکاري چې قومندان زرګل له ټوپک سره پر موټروان ګواښېږي او ورته وايي، په ولسوالۍ کې به ور سره ګوري.

ځايي خلک دې ویډیو کې دا هم وايي چې دا بدماشان دي او پر دوی په خپل کلي کې بدماشي کوي.

وروسته دغه موټروان د ځايي مخورو له خوا له بند خوشی شوی دی.

د طالبانو په واکمنېدو پسې د دې ډلې د قومندانانو او وسلوالو له خوا مختلفو سیمو کې د خلکو په خپل سره وهل ټکول او بندیانول لیدل کېږي.

د دې ډلې ځواکونو دوه اونۍ مخکې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې هم پر یو ځوان د سر وېښتان او برېتونه ځکه قېچي کول چې د «مجاهدینو» سټایل یې کړی دی.

څو ورځې مخکې د خوست لپاره د طالبانو مرستیال والي دغه کس ور وباله او هم یې دا وویل، چې دې پېښه کې ښکېل درې کسان یې نیولي دي.

د طالبانو د بیا ځل راتګ وروسته برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۸ GMT+۰

بیلفاسټ ټیلیګراف د راپور له مخکې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی دی. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې برېتانیا ته د ټولو ناقانونه کډوالو په ډله کې افغان کډوال ۵ سلنه وو، چې دا کچه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ میلادي کلونو کې ۲۰ سلنې ته رسیدلې ده.

بیلفاسټ ټیلیګراف لیکلي؛ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو تر ټولو ډېر ایراني تابعیت لرونکي کډوال برېتانیا ته راغلي، چې شمېر یې ۸۰ او ۶۰ سلنې ته رسیده.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا شمېر ۲۸ سلنه، ۲۰۲۲ کې ۱۳سلنه او ۲۰۲۳ کې ۱۱ سلنې ته ورسېد.

دغه خبري اژانس لیکي: «افغان اتباع د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري میاشتې تر اکټوبره پورې برېتانیا ته د راغلو لویه ډله جوړوي، چې ټول ټال ۲۰ سلنه ده».

برېتانیا ته په ۲۰۲۳ میلادي کال د وړو کښتیو کې په هر لسو کډوالو کې ۴ یې له افغانستان، ایران او اریتریا څخه راځي.

سږکال برېتانیا ته د رسیدلو وړو کښتیو مجموعي شمېر ۲۷ زره او ۳۱۴ کښتیو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی پکې راغلی.

وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل واک تر لاسه کړ، ګڼ افغانان له افغانستان څخه ووتل، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته له ۱،۶ میلیونو څخه زیات افغانان له افغانستان څخه ووتل.

د ارګ سرچینه: طالبانو د ملا تره خېل ۳۶ کورونه، ۳ مدرسې او ۲ میلمستونونه نیولي دي

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ څخه یوې معتبرې سرچینې ویلي، چې دغې ډلې د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره خېل محمدي ۳۶ کورونه، ۳ مدرسې او دوه میلمستونونه نیولي دي.

دغې سرچینې د هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، چې د ملا تره خېل کورونه، مدرسې او میلمستونونه له وسایلو ډک طالبانو ته سپارل شوي او دا مهال د طالبانو په واک کې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عدلیې وزارت په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون پرېکړه کړې، چې نیول شوی ملا تره خېل محمدي به په څو اونیو کې محاکمه کړي.

پر نوموړي د ځمکو د غصب تر څنګ د میوې او سبزي له منډيي څخه د ۱۳ کلونو لپاره د غیرقانوني استفادې، د تورخم هډې څخه د باج اخیستنې او په دې سیمه کې د لاسي کراچیو او کوچنیو دوکانونو څخه د ورځني باج اخیستنې تور لګېدلی.

دې سرچینې وویل، چې د څرخي پله او بوتخاک په سیمه کې د ملاتره خېل د ښارګوټي د هغو غصب شویو ځمکو په اړه هم تصمیم نیول شوی، چې کورونه پکې جوړ شوي او وړاندیز د وروستۍ پرېکړې لپاره د طالبانو ریاست الوزرا ته استول شوی دی.

همدا راز د کابل په باګرامیو کې د نوموړي یو روغتون «د سناتور جنت ګل روغتون» د ځمکې پر سر هم د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ارزونه روانه ده او داسې تورونه شته چې ښيي دا ځمکه هم غصب شوې ده.

د سرچینې په خبره؛ که ریاست الوزرا دا وړاندیز ومني نو د ملا تره خېل له خوا د ورکړل شویو هغو ځمکو چې کورونه پکې جوړ شوي څښتنان یې مجبور دي، چې د دغې ځمکې بیاځلي قیمت طالبانو ته ورکړي.

طالبانو د پخواني دولت د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا تره خېل د اکټوبر پر ۲۶مه نېټه د ځمکو د غصب په تور ونیوه او هغوی ته یې د درېیو ورځو نېټه وکړه، چې ټولې غصب شوې ځمکې او کورونه طالبانو ته وسپاري.

له دې وروسته طالبانو د ملا تره خېل څلور نورو ورونه هم د ځمکو د غصب او باج اخیستنې په تور نیولي، چې تر اوسه یې سرنوشت نه دی معلوم.

هڅه مو وکړه، چې د ملا تره خېل له ورور حاجي موسی سره اړیکه وکړو؛ خو له بار – بار اړیکو نیولو سره هم په دې ونه توانیدو.

د ملا تره خېل د کورنۍ یوه بل غړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبان د ملا تره خېل له نیولو یوه ورځ وروسته د دوی ټول کورونه محاصره کړل او دوی یې په زوره له کورونو وایستل.

نوموړي وویل، چې دوی په خپلو کورونو کې ټول وسایل پرېیښي او اوس په کابل کې له یو شمېر نورو خپلوانو سره د هغوی په کورونو کې اوسیږي.

د هغه په خبره، چې طالبانو ترې لس کوچني موټرونه او درې لارۍ هم نیولې دي.

له دې وړاندې د ملا تره خېل ورور حاجي موسی په یوې ویډیو کې چې نور ملایان او قومي مخور هم ور سره دي ویلي؛ د طالبانو د عدلیې وزیر ترې غوښتنه کړې وه، چې خپل کور، مدرسه او مېلمستون ورته خالي کړي، دوی دا ټول ورته خالي کړي او دوی ترې تللي.

هغه ویلي، چې د ملا تره خیل محمدي د خوشي کولو لپاره یې د طالبانو د عدلیې وزیر ټول شرطونه پوره کړل؛ خو نه یوازې هغه خوشی نه شو، بلکې څلور وروڼه او یو وراره یې هم بندي شول.

نوموړی زیاته کړې وه، چې پر دې سربېره یې د وزیر په امر له خپل نیکه او پلار ور پاتې جایدادونه ور پرېښول او دوی ترې وکوچېدل.

هغه وايي، چې د طالبانو د ټولبښنې له امله هېواد کې پاتې شول؛ خو اوس یې وروڼه بندیان دي.

ملا تره خېل محمدي د جمهوریت پر مهال څو ځلې د کوچیانو په استازۍ د ولسي جرګې یو ځواکمن وکیل و.

پر نوموړي د ځمکو د غصب تورونه دي؛ خو ډېری دا ځمکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د فرمان له مخې ور کړل شوې وې.

ملا تره خېل خپلو خلکو ته د ځمکو پر ورکړه سربېره څو مدرسې او روغتیايي مرکزونه او روغتونونه هم جوړ کړي دي.

ملا تره خېل د جمهوریت پر مهال له طالبانو سره پر خواخوږۍ هم تورن و.

د افغانستان لپاره د کاناډا پخوانی سفیر وايي کابل ته د ډيپلوماټانو د لېږلو وخت دی

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د کاناډا پخوانی سفیر وایي، کابل کې د ډيپلوماټیک حضور وخت را رسېدلی او د خپل هېواد له حکومته غواړي، چې دغه هېواد ته خپل ډيپلوماټان ولېږي. عارف لالاني زیاتوي، د اوتاوا حکومت له طالبانو مستقیم درک نه لري چې پر افغانستان واکمن دي او د دوی پوځ هلته ۱۲ کاله وجنګېد.

د ټورنټو سن د راپور له مخې، عارف لالاني په مرکه کې زیاتوي: «افغانستان کې د شتون لپاره مختلفې لارې شته چې له نږدې هرڅه ووینو او د طالبانو له مخامخ ملاتړ پرته د افغانانو لپاره کار وکړو.«

د هغه په خبره، «باید د ځان لپاره پخپله پرېکړه وکړو او نور له هغه وافعیت خبر کړو چې په افغانستان کې تېرېږي.»

ښاغلی لالاني وايي، داسې ښکاري چې طالبانو «ټولنه یرغمل کړې او په ځواب کې موږ نه زور او نه ډيپلوماسي کارولې.»

نوموړی زیاتوي: «موږ په ټپه ولاړ یو او افغانان رنځېږي، رښتیا خبره دا ده چې باید پرېکړه وکړو.»

د نړیوالې حکومتولۍ د نوښت مرکز مهم غړی عارف لالاني ټینګار کوي چې کاناډا باید له افغانانو سره د مرستې لپاره نوښتګرې لارې پیدا کړي او دا هم درک کړي چې ایران، چین او روسیه څه ډول له طالبانو سره ښېکل دي.

نوموړي تېره میاشت هم د کاناډا مشرانو جرګې ته ویلي و له چین او روسیې نیولې، تر جاپان او اروپايي ټولنې پورې د دغه هېواد دوښمنان او دوستان له طالبانو سره یو شان اړیکي لري.

کاناډا طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغان حکومت تر پرځېدو مخکې یې خپل ډیپلوماټان له افغانستان و اېستل.