• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له فلای دوبۍ وروسته اېر عربیه دویم هوایي شرکت دی، چې غواړي کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۵۶ GMT+۰

دوه ورځې وړاندې فلای دوبۍ د شاوخوا دوه کاله ځنډ وروسته یو ځلې بیا افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې. په دوبۍ کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي، چې د اېر عربیه هوايي شرکت چارواکو ډاډ ورکړی چې کابل ته د الوتنو لپاره هوډمن دي.

دغه قونسلګرۍ ویلي، چې دا مهال دوی په کابل کې د هوايي چلند له چارواکو سره په مشورو لګیا دي چې کابل ته د اېر عربیه د الوتنو د پیلولو په اړه وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي.

د دغو هوايي شرکتونو د الوتنو له پیلولو سره داسې هیلې هم راټوکېدلي، چې د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ الوتنې به د کورنیو هوايي شرکتونو له انحصاره ووځي چې په دې سره به هم د ټکټونو په بیو کې کمښت راشي او هم به د خلکو د انتظار شېبې رالنډې شي.

فلای دوبۍ د جمهوریت پر مهال هم له متحدو عربي اماراتو افغانستان ته الوتنې درلودې؛ خو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د نورو ټولو بهرنیو هوايي شرکتونو په څېر دغه شرکت هم افغانستان ته الوتنې درولې وې.

د جمهوریت پر مهال پر فلای دوبۍ سربېره د امارات، ترکش، عربیه، اېر انډیا، پي‌ای‌اې او د ایران د اسمان په ګډون بېلابېلو بهرنیو هوايي‌ شرکتونو افغانستان ته الوتنې کولې.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي