• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګډ امنیتي تړون سازمان: طالبان د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول نه لري

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان لوی درستیز اعلان وکړ, چې طالبان لا هم د افغانستان پر وضعیت بشپړ کنټرول نه لري. جنرال اناتولي سېدروف زیاته کړه، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د افغانستان له خاورې د ترهګرو د ګواښ د مخنیوي لپاره تابیاوې نیسي.

نوموړي په مسکو کې د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۲۵ مه) په یوې خبري غونډه کې وویل: «تر اوسه پورې له افغانستانه کوم پوځي ګواښ نه شته؛ خو ورته مهال موږ پوهېږو چې د افغانستان اوسنی مشرتابه لا هم د دغه هېواد پر وضعیت بشپړ کنټرول نه لري.»

جنرال اناتولي سېدروف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغانستان لا هم د ډله‌ییز امنیت د تړون د سازمان د غړو هېوادونو لپاره ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي او که نه؟ وويل: «د افغانستان په شمالي سيمو کې چې د ګډ امنيتي تړون د سازمان له غړو هېوادونو سره پوله لري، ځانګړي اقدامونه د ترسره کېدو په حال کې دي.»

د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان لوی درستیز د دغه سازمان د اقدامونو په اړه جزیيات ورنکړل.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې له افغانستانه د نشه‌یي توکو د قاچاق ستونزه لا هم شته.

ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ګډ امنیتي تړون د سازمان غړي دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي