د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي چې افغانستان د پاکستان غبرګونی ورور دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

د پاکستان پخواني لومړي وزیر افغانستان د پاکستان غبرګونی ورور بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان سوکالي او خپلواکي به د پاکستان په ګټه وي.

سیدیوسف رضا ګیلاني د پاکستان د پیپلز ګوند نوی پروګرام په ډاګه کړ او د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې یې د ګډون لپاره د دغه غورځنګ چمتووالی اعلان کړ.
ښاغلي ګیلاني د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې ګوند یې له ناورین څخه د هېواد ایستلو او د سوکالۍ او پرمختګ پر لار یې د بیولو پراخ پلان لري.
هغه ټینګار وکړ چې سیاسي ثبات اقتصادي ثبات ته لار هواروي او زیاته یې کړه چې د پاکستان د خلکو ګوند په دغه هېواد کې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د موقت حکومت او طالبانو ترمنځ اړیکي د بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول له پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو د ملاتړ او د افغان کډوالو د ایستلو پر سر ترینګلي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو