د سټار شېپ فضايي بېړۍ دویم ازمایښتي ماموریت هم ناکام شو

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

سپېس اېکس شرکت د شنبې په ورځ -د لړم په ۲۷مه - اعلان وکړ، چې سټار شېپ ستره فضايي بیړۍ د مکسیکو خلیج پر څنډو له ازماېښتي توغول کېد اته دقیقې وروسته وچاودیده.
د تېر مارچ وروستیو کې هم د دې تشیال بېړۍ لومړنۍ ازموينه له الوتنې څو دقیقې وروسته د چاودنې له امله ناکامه شوه.

د ایلان ماسک فضايي شرکت اعلان وکړ چې د تاریخ تر ټولو ځواکمن او تر ټولو لوی راکټ له توغولو څو دقیقې وروسته د پورتنیو او ښکتنیو برخو په جلاکیدو سره، وچاودید.
دا ازموینه د تګزاس په سویل ختیځ کې شوې ده.
د سپېس اېکس شرکت د یوې ویډیو له مخې، د راکټ لېږدوونکي مخ له بېلیدو وروسته د مکسیکو خلیج پر څنډو وچاودید.

دا ستر سټار شیپ راکټ د ۱۴۸ متره لوړوالي سره سپوږمۍ او مریخ ته د ماموریتونو لپاره ډیزاین شوی و.
د متحده ایالاتو د فدرالي هوايي چلند اداره، چې سوداګریزې لېږونکې بټۍ څاري، تایید کړې چې د یوې پېښې له امله «یوه فضایي بیړۍ» له منځه تللې.

دغه اداره وايي چې په دې عملياتو کې د سر او مال زيان په اړه کوم راپور نشته.

نور خبرونه

رادیو