• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني کورنیو چارو وزارت: طالبان دلته ځای نه لري او کولن ښار کې د دوی شتون د منلو نه دی

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي، طالب چارواکي په جرمني کې ځای نه لري او په کولون ښار کې د دغې ډلې د چارواکو موجودیت په کلکه غندي. دا وزارت زیاتوي په کولون کې د طالبانو د استازي شتون د منلو نه دی او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په دغه هیواد کې د سخت دریځو لپاره زمینه برابره کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل بیان کې زیاتوي: «طالبان په لویه کچه انساني حقونه تر پښو لاندې کوي او موږ د طالبانو له ظلمه ډېر افغلان کډوال خوندي کوو.»

دا وزارت زیاتوي، جرمن چارواکي د طالب چارواکي‌د ورتګ په هکله کلکه ارزونه کوي او په دغه هېواد کې د دیني چارو له ترک ټولنې غواړي چې په دې هکله خپل سپیناوی وکړي.

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه جلا بیان کې د دغه هېواد په کولن ښار کې د طالب چارواکي شتون غندلی دی.

دا غبرګون له هغه وروسته دی په هالنډ او جرمني کې په یو لړ مراسمو کې د عبدالباري عمر د حضور انځورونه خپاره شول او پراخ غبرګونونه یې وپارول.

خو د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر نن هم په خپل اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې لا هم په اروپا کې دی.

عبدالباري عمر زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې یې هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته په خپل سفر کې له یو شمېر "افغان سفیرانو او دیپلوماتانو" سره هم کتلي دي.

ښاغلي عمر په مشخص ډول د دغو سفیرانو او دیپلوماتانو نومونه نه دي اخیستي، خو لیکلي دي چې د دوی د غونډو او ناستو انځورونه به خپاره شي.

تر اوسه په دې اړه کره جزیات نه دي په ډاګه شوي، چې د طالبانو یوه چارواکي ته د اروپايي هېواد د ویزې په ورکولو کې چا اسانتیا برابره کړې وه.

اروپا ته د دغه طالب چارواکي له جنجالي سفر وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او د هالنډ د روغتیا وزیر په جلا جلا توګه ویلي چې دوی به په خپل هېواد کې د عبدالباري عمر د شتون په اړه څېړنې وکړي.

ډیری منتقدین د طالبانو د یوه چارواکي بلنه، چې د نړۍ د بشري حقونو ضد تر ټولو بدنامه ډله ده، د "ترهګرۍ د سپینوالو" د یوې هڅې په توګه تعبیروي.

په تېرو ورځو کې د هالنډ د روغتیا وزیر سره د دغه طالب چارواکي عکس خپور شو چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر ګیرټ ویلډرز د طالبانو د یوه چارواکي ترڅنګ د دغه هېواد د روغتیا د وزیر د انځور خپرېدل «د نه باور وړ دسیسه» او «شرمناکه» پېښه بللې ده.

د هالنډ د ولسي جرګې دغه غړي لیکلي، چې ارنسټ کوپرز له طالبانو سره یو انځور اخیستی، چې «یو تروریستي سازمان دی او تر ټولو بد ډوله قاتلان او افراطیان دي.»

د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کوپرس ویلي، نه پوهېده چې د ده تر څنګ ولاړ کس د طالبانو استازی دی او د دې عکس په اخیستو پښیمانه دی.

هالنډي چارواکو ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي چې د طالبانو استازي څنګه د هاګ په کنفرانس کې ګډون وکړ.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

پخواني نظامیان وایي، که برخلیک ته یې پام ونه شي ممکن ځینې یې «د فلسطین جګړه کې ښکېل شي»

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د پخوانیو نظامیانو کمېټه وايي، که د طالبانو له خوا د دوی د نیولو او وژلو د مخنیوي هڅه ونه شي، ښايي دا پوځیان «د اوکراین په څېر د فلسطین او منځني ختیځ زیاتېدونکې جکړې ته ور ګډ شي.» دا کمېټه په پرانیستي لیک کې له کانګرېس غواړي چې د دوی برخلیک ته کلکه پاملرنه وکړي.

دغه کمېټه په خپل لیک کې له واشنګټن دا هم غواړي چې د طالبانو په شکنجه کې د سلګونو پخوانیو نظامیانو د سملاسي خوشي کولو هڅه هم وکړي.

د پخوانیو نظامیانو کمېټه د شنبې په ورځ په یوه لیک کې چې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلی، زیاتوي چې شمېر یې له پنځو زرو ډېر دی.

دوی وايي، له امریکا او نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې وجنګېدل خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته تر بل هر پاړکي کم پام ورته شو.

دوی هیله ښيي چې برخلیک ته یې پام وشي او هسې نه د مجبوریت له امله د نړۍ د امنیت او ثبات په دوښمنانو بدل شي.

د دې کمېټې په باور، طالبانو له ټولبښنې سره پخواني نظامیان شکنجه او ووژل، ځکه ډېر پاکستان او ایران ته کډه شول او ممکن د فشار او بې سرنوشتۍ له امله د سیمې د حکومتونو، ترهګرو ډلو او نشه ييي توکو د قاچاق سره یو ځای شي.

دوی د لیک په پاې کې له کانګرس غواړي چې د پخوانیو نظامیانو د نیولو او وژلو د مخنیوي لپاره پر طالبانو فشار واچوي او زیاتوي، «که داسې ونه شي، څنګه چې د اوکریان جګړه کې د دې ځواکونو د حضور شاهد یو، د فلسطین او منځني ختیځ مخ په زیاتېدونکې جګړه کې به یې هم شاهد شو.»

د تېر کال د اکتوبر په وروستیو کې ځینې سرچینو افغانستان انترنشنل ته وویل، چې ایران دغه هېواد ته تللي پخواني افغان نظامیان د روسیې په ملاتړ د اوکراین جګړې ته هڅوي.

د دې سرچینو په خبره، له پخوانیو افغان نظامیانو سره ژمنه شوې چې جګړې ته د تلو په شرط به ښه تنخا او د روسیې وګړتوب ور کړل شي.

د تېر اکتوبر پر ۷ د حماس او اسراییل د جګړې له پیلېدو راهیسې د ایران ملاتړو وسلوالو ډلو په یمن او عراق کې د امریکا پرضد بریدونه کړي او همدارنګه د لبنان حزب الله ډلې هم د اسراییل پوځیان په نښه کړي دي.

په دا مهال ځینې ویدیووې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې چې پکې ایران مېشت افغان کډوال د فلسطین جګړې ته د تللو خبرې کوي.

طالب چارواکی: هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته مې سفرونه کړي او اوس هم په اروپا کې یم

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر د شنبې په ورځ «د لړم په ۲۷ مه» په خپل اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې لا هم په اروپا کې دی. عبدالباري عمر زیاتوي، په تېرو څو ورځو کې یې هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته په خپل سفر کې له یو شمېر "افغان سفیرانو او دیپلوماتانو" سره هم کتلي دي.

ښاغلي عمر په مشخص ډول د دغو سفیرانو او دیپلوماتانو نومونه نه دي اخیستي، خو لیکلي دي چې د دوی د غونډو او ناستو انځورونه به خپاره شي.

تر دې وړاندې په هالنډ او جرمني کې په یو لړ مراسمو کې د عبدالباري عمر د حضور انځورونه خپاره شول او پراخ غبرګونونه یې وپارول.

تر اوسه په دې اړه کره جزیات نه دي په ډاګه شوي، چې د طالبانو یوه چارواکي ته د اروپايي هېواد د ویزې په ورکولو کې چا اسانتیا برابره کړې وه.

اروپا ته د دغه طالب چارواکي له جنجالي سفر وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او د هالنډ د روغتیا وزیر په جلا جلا توګه ویلي چې دوی به په خپل هېواد کې د عبدالباري عمر د شتون په اړه څېړنې وکړي.

ډیری منتقدین د طالبانو د یوه چارواکي بلنه، چې د نړۍ د بشري حقونو ضد تر ټولو بدنامه ډله ده، د "ترهګرۍ د سپینوالو" د یوې هڅې په توګه تعبیروي.

په تېرو ورځو کې د هالنډ د روغتیا وزیر سره د دغه طالب چارواکي عکس خپور شو چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د هالنډ د ازادۍ د ګوند مشر ګیرټ ویلډرز د طالبانو د یوه چارواکي ترڅنګ د دغه هېواد د روغتیا د وزیر د انځور خپرېدل «د نه باور وړ دسیسه» او «شرمناکه» پېښه بللې ده.

د هالنډ د ولسي جرګې دغه غړي لیکلي، چې ارنسټ کوپرز له طالبانو سره یو انځور اخیستی، چې «یو تروریستي سازمان دی او تر ټولو بد ډوله قاتلان او افراطیان دي.»

د هالنډ د روغتیا وزیر ارنسټ کوپرس ویلي، نه پوهېده چې د ده تر څنګ ولاړ کس د طالبانو استازی دی او د دې عکس په اخیستو پښیمانه دی.

هالنډي چارواکو ویلي چې په دې اړه پلټنه کوي چې د طالبانو استازي څنګه د هاګ په کنفرانس کې ګډون وکړ.

ارنسټ کایپرز نن په یوه یادداشت کې چې هغه په ​اېکس ټولنیز شبکه کې خپور کړ، لیکلي چې د دې عکس اخیستل یوه تېروتنه وه او په بشپړه توګه باید داسې نه وه شوې.
​

طالبان: په نیمروز کې د اوبو یو لوی بند جوړوو

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۵ GMT+۰

طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ به د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو بند جوړ کړي. د طالبانو په وینا، دا بند به د ۵۰ مترو په اوږدوالي سره جوړ شي او د ۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د خاشرود بند به اته زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د افغانستان ملي ټلویزیون چې د طالبانو تر واک لاندې دولتي رسنۍ ده، لیکلي چې د طالبانو مشر د اوبو د دغه بند د جوړولو دنده د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته سپارلې ده.

تر دې مخکې د ۱۳۹۶ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیست.

د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر جوړولو ۷۸ میلیونه ډالره لګښت راغلی او د څلورو کلونو په موده کې جوړ شو.

د فاریاب ولایت کې په نشه روږدي کس ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته اور اچولی

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۰

ځایي سرچینو ویلي، چې دا پېښه د دغه ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په محمود خېلو سیمه کې شوې ده. په پېښه کې د دغه روږدي کس یو کوچنی ماشوم مړ شوی، او د هغه په ګډون د کورنۍ اووه تنه غړي یې سخت سوځیدلي چې د ځینو حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

تر دې مهاله ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په افغانستان کې د وزګارتیا له امله خلک له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې تر ډېره د دغسې پېښو تر شا د کورنیو اقتصادي ستونزې یادیږي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یو شمېر کسانو د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنې کړې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څېړنه کوي چې طالب چارواکی څنګه دغه هېواد ته داخل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۲ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کولن ښار کې په یوه اسلامي مرکز کې د طالب چارواکي عبدالباري عمر حضور او وینا وغندله او اعلان یې وکړ چې جرمني ته د هغه د راتګ په اړه پلټنې کوي. دغه وزارت ټینګار کړی چې طالبان په رسمیت نه پیژني او دغه طالب چارواکي ته یې ویزه نه ده ورکړې.

دغه وزارت د جمعې په ورځ (د لړم په ٢٦مه) په يوې بیانیه کې ليکلي؛ طالبان په رسميت نه پېژني او جرمني ته د دغه طالب چارواکي د سفر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
په بیانیه کې راغلي، تر هغه چې طالبان په افغانستان کې په ښکاره له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کوي، د جرمني هېواد اړیکي به د طالبانو له رژیم سره نورمال نه شي.

د جرمني دا غبرګون د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر د وینا په هکله دی.

نوموړي د جرمني په کولن ښار کې د افغانانو یوې ډلې ته په وینا کې د طالبانو له حکومته دفاع وکړه او ویې ویل، چې خلک باید رسنیو ته له پام کولو پرته د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه ریښتیا ته پام وکړي.

دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې وويل، چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه په بشپړ ډول پلې کېږي او د دې ډلې په حکومت کې هېڅوک پرې اعتراض نه کوي.

د هغې ویډیو له مخې چې دغه طالب چارواکي په اېکس پاڼه خپره کړې، د عبدالباري عمر دا خبرې د ګډونوالو له هرکلي سره مخامخ شوې او ځینو یې د الله اکبر نارې هم پورته کړې.

د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې له سرپرست سره د افغانانو د دغې غونډې د ترسره کېدو وخت روښانه نه دی.