• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پریاني:نړۍ باید په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه خپله چوپتیا ماته کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لړم ۱۴۰۲ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه د خپلو اعتراضونو د څلورم پړاو د پیل خبر ورکړ. نوموړې ویلي: «هیله لرم ټول هیواوال په دې اعتراض کې د ښځو ترڅنګ ودریږي.»

میرمن پریاني په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې نن شنبې د (لړم ۲۷مه) د جرمني په فرانکفورټ کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه د خپلو اعتراضونو پر دوام، څلورم پړاو پیلوي.
میرمن پریاني د خپلو اعتراضونو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې نړۍ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه خپله «شرمونکې» چوپتیا ماته کړي.
څه موده مخکې له جرمني څخه میپریاني او شمیر نورو هیوادونو څخه د ښځو د حقونو فعالینو نستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په تړاو د اعتراض په توګه د نه خوړو اعتصاب کړی و.
تمنا زرياب پریاني د دغو اعتراضونو موخه د جنسيتي توپير پر وړاندې مبارزه او د افغانستان د ښځو او هېوادوالو د غږ پورته کول بللي دي.
نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د طالبانو په بندیزونو سختې نیوکې کولې او لاریونونه یې جوړول چې بیا طالبانو له خپلو خویندو سره یې یو ځای ونیوله.
پریاني د طالبانو له بند څخه تر خوشې کیدو وروسته جرمني ته کډواله شوه او هلته یې له افغانو ښځو د دفاع په موخه خپلو اعتراضونو ته همداراز دوام ورکړ.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی