د بښنې نړېوال سازمان له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو فعاله پریسا ازاده ژر تر ژره خوشې کړي

د بښنې نړېوال سازمان د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ښځو حقونو فعالې پریسا ازاده نیول غندي او دا یو خپلسری ګام بولي. دغه سازمان د جمعې ورځ په اېکس پاڼه لیکلي چې، پریسا ازاده او د ښځو حقونو نورې فعالانې منیژه صدیقي، ژولیا پارسي، ندا پرواني او رسول پارسي باید ژر تر ژره خوشې شي.