طالبانو د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په هکله د امریکا د سولې انستیتیوت راپور رد کړ
د طالبانو اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د امریکا د سولې انستیتیوت راپور ردوي او بې بنسټه یې بولي. د امریکا د سولې انستیتیوت د نړیوال بانک د راپورونو په ارزولو سره ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له ځوړ سره مخ دی او د کډوالو ستنېدو سره به یې ستونزې لا ډېرې شي.
خو د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې د اقتصاد په برخه کې پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري.
طالبانو «د انفلاسیون د کچې کنټرول، د افغانیو ثبات ساتل، د ملي عوایدو او صادراتو زیاتوالی او د پراختیایي پروژو تمویل» د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ لاملونه بللي دي.
دې وروستیو کې افغانۍ د ډالر په مقابل کې خورا زیات ارزښت پیدا کړی، خو له دې سره په بازار کې د توکو بیې د پخوا په څېر لوړې دي.
همدارنګه د طالبانو په واکمنۍ کې ورځ تر بلې د افغانانو بې کاري زیاتېږي او هم یې بشري مرستو تکیا ډېرېږي.
له پاکستانه د افغان کډولو ستنېدل او د هرات زلزله هغه دوه نوي لاملونه دي چې په افغانستان کې یې نړیوالو مرستو ته لا اړتیا ډېره کړې ده.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ هم د نړیوال بانک د تېرې اونۍ د دوو راپورونو په ارزولو سره پرون ویلي: د افغانستان اقتصاد له ځواړ سره مخ دی، ورځ تر بلې پکې بې کاري زیاتېږي او افغانان د خپلو لومړنیو توکو د اخیستلو وس نه لري.