• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تورخم کې د بار وړونکو موټرو چلوونکي؛ پاکستان د تګ او راتګ لپاره وېزې جبري کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې سر له سبا سې شنبه (د لړم ۳۰ مه ) پر بار وړونکو موټر چلوونکو وېزې جبري کړي دي. په ننګرهار کې یو شمېر افغان سوداګر وايي؛ پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې دښمني راخیستې او د افغانستان سوداګرو ته بېلابیل خنډونه جوړوي.

په تورخم کې یو شمېر موټر چلوونکي د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د تېر په څېر دې د دواړو هېوادونو تر منځ پر ډېورنډ فرضي کرښه له وېزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دغه موټر چلوونکي وايي؛ نوي بندیزونه به د دوی پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي ځکه چې د پاسپورټ او وېزو تر لاسه کول اسانه کار نه دی.

د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړی وايي؛ پاکستان په وروستیو د افغان سوداګرو پر وړاندې بېلابېلې ستونزې جوړې کړې دي.

زلمی عظیمي وايي؛ پاکستان د افغان سوداګرو سره دښمني شروع کړې. دوی زیاتوي؛ کله د مېوې پر وخت ستونزې جوړوي او کله هم د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو مالیه لوړوي یا هم په کراچۍ د کې افغان سوداګرو مالونو څخه ډک کانټینرونه ودروي.

د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللی و، چې یو سند د درې اړخیزو خبرو اترو په پایله کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف ترمنځ لاسليک شو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس پاڼه د دې خبر په خپرولو سره ویلي وو، چې د دغې غونډې د پرېکړو له مخې؛ ټاکل شوې د درې ګونو هېوادونو تخنيکي ډلې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د سوداګرۍ او ټرانزيټ اړوند مسايلو د حل په اړه خپل کار پيل کړي.

په تېره میاشت کې د پاکستان موقت حکومت د افغان کډوالو په اړوند بې سارې پرېکړې کړې ده، چې اسلام اباد په چټکۍ سره د افغان کډوالو د ډله ییز اېستل پلان عملي کوي او پرېکړه یې کړې چې له پاسپورټ او وېزو پرته د هر ډول تګ راتګ مخه به نیسي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د جرمني له خوا د پنځه میلیونه یورو د نوې مرسته خبر ورکړ.

اوچا د دوشنبې په ورځ وویل؛ دا پیسې به په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې له فعالیتونو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

اوچا وايي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق تاسیس راهیسې جرمني څه باندې ۲۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم اوچا پر نړۍوالې مرستندویه ټولنې غږ کړی، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې راتلونکی ژمی به په افغانستان کې یو بحراني ژمی وي.

د ازادۍ جبهه: د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې مو شپږو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۹مه) سهار وختي یې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پوسته برید کړی. د دغې جبهې د معلوماتو له مخې؛ په دې بريد کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د طالبانو یو رینجر هم ویجاړ شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دغه ډله معمولاً د خپلو مخالفو جبهو د خبرونو په اړه غبرګون نه ښيي او هڅه کوي، چې د دغو جبهاتو فعاليتونه کمزوري کړي.

خو دغې جبهې په تېرو دوو کلونو کې تایید کړې، چې له بېلابېلو ولایتونو څخه یې ډېر کسان د وسله والو طالبانو د ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي.

د جلال اباد یو شمېر ښاریان: طالبان په نشه یي توکو روږدي کسان شکنجه کوي او یا یې وژني

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د جلال اباد یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په دغه ښار کې په نشه يي توکو روږدي کسان شکنجه کوي او وروسته یې وژني. په جلال اباد ښار کې یوه کورنۍ وايي؛ تېره ورځ طالبانو د شهزاده په نوم یو ځوان له سختې شکنجې وروسته اوبو ته اچولی او وژلی دی.

د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو نن دوشنبه ( د لړم ۲۹ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په نشه یې توکو د روږدي ۲۸ کلن ځوان شهزاده مړی چې څو ورځې وړاندې د ګوردو روغتون ته څېرمه د کانال د اوبو په لویې ویالې کې موندل شوی و، چې تېره ورځ یې د جنازې مراسم ترسره شول.

د شهزاده خپلوان وايي، نوموړی تېره چهارشنبه له کوره وتلی و او تېره ورځ یې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې جسد پیدا شو، دوي زیاتوي دغه ځوان په شیشه روږدی و.

100%

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي، د خپرولو نه دي خو په دغو انځورونو کې د ټپونو نښې ښکاري چې د شهزاده لاسونه او پښې پر پړو تړل شوي دي او بیا اوبه ته غورځول شوی دی.

په دغو انځورنو کې یو بل جسد هم لیدل کیږی، چې ویل کیږي دا هم په نشه یې توکو روږدی دی.

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د عدلي طب سرچینې وايي؛ د طالبانو په راتګ سره بې وارثه جسدونه د پخوا په پرتله زیات شوي دي، دوی زیاتوي په جسدونو کې هغه کسان شامل دي، چې په بېلابېلو نشه یې توکو روږدي وي او د پېدا کېدو پر وخت یې لاسونه او پښې پر پړو تړل شوي وي.

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي؛ طالبان تل هڅه کوي چې د ورته راپورونو د خپرېدو مخه ونیسي.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د ننګرهار حوزوي روغتون څخه په وروستي یو کال کې د جسدونو د پېدا کېدو په تړاو رسمي شمېرې واخلو؛ خو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو له ټولو ډاکترانو او د روغتون مسوولینو غوښتي چې رسنیو ته په دې تړاو له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړي.

په جلال اباد ښار کې یو شمېر ځايي اوسیدونکي د طالبانو حوزو پورې اړوند وسلوال د نشه یي توکو روږدي کسانو په شکنجه او وژلو کې په لاس لرلو تورنوي.

که څه هم له دې وړاندې د کابل په شمول په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو د ډلې له خوا د معتادینو د راغونډلو په اړه کمپاینونه ترسره شوي دي او دغو کسانو ته د درملي اسانتیاوې برابروې کړي.

د جلال اباد ښار یو شمیر ځايي اوسیدونکي له طالب مشرانو غواړي، چې په دغه ولایت کې دې پر نشه يي توکو روږدو کسانو د شکنجې او وژلو روان بهیر ودروي او ددې کار مخه دې ونیسي.

د طالبانو علومو اکاډمي: په تعلیمي او تحصیلي نصاب کې دې د "حدود او قصاص پېژندنه" اضافه شي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د علومو اکاډمۍ د دې ډلې د پوهنې او لوړو زده کړو له وزارته غوښتي، چې د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې دې «حدود او قصاص پېژندنه» شامله کړي. دغه بنسټ له طالبانو هم غوښتي چې د هغو کسانو پر وړاندې چې دغه ډله یې «باغیان» بولي، اسلامي شریعت نافذ کړي.

باختر اژانس د طالبانو تر کنټرول لاندې د يکشنبې په ورځ ( د لړم په ٢٨مه ) خبر ورکړ، چې د دغې ډلې د علومو اکاډمۍ د "شريعت د حدودو د تطبيق او د امنيت په تامينولو کې د هغې د رول" په اړه يو پروګرام جوړ کړی و.

د دې پروګرام برخه والو یو پرېکړه لیک صادر کړی، چې پکې راغلي: "د امکان تر حده د ډېرو خلکو د منلو لپاره باید حدود او قصاص د خلکو په مخکې په عام محضر کې پلي شي".

د ۱۴۰۰ لمریز کال په اسد میاشت کې واک ته د بیرته راستنېدو وروسته طالبانو په عام محضر کې ډېری خلک په مختلفو تورونو په دورو ووهل.

دا ډله د خپلو خلکو او نورو اتباعو پر وړاندې د "دوه ګوني چلند" په کارولو تورنه ده.

طالبان هم په دې تورن دي، چې د خلکو د نیولو او محاکمه کولو پر مهال یې د عادلانه عمل اصول او طریقې نه مراعات کړې دي.

امریکايي پوځ د بګرام له اډې د وتلو د شېبې نوی فلم خپور کړ

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۰

له څه باندې دوو کلو وروسته امریکايي پوځ له بګرام اډې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو نوی فلم خپور کړ. امریکايي پوځ د جمعې په شپه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۱مه په افغانستان کې له خپلې اصلي هوايي اډې بګرام څخه ووتل.

هغوی له بګرام څخه د افغان حکومت له خبرولو پرته وتلي و.

دغه اوه نیمې دقیقې فلم "په افغانستان کې د ۷۵ځانګړو ځواکونو د کنډک میراث" په نوم په امریکا کې د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مناسبت خپور شو.

د امریکا پوځ د جګړې فلم اخیستونکی لانډون کارټر په بګرام کې د امریکايي پوځیانو د وروستیو لسو ورځو د شتون او له دې ستراتیژیکې اډې د وتلو د وخت شېبې ثبت کړې.

د فلم موضوع د امریکا د پوځ د ۷۵ ځانګړو ځواکونو د کنډک فعالیتونه دي، هغه ځواکونه چې شل کاله یې په بګرام کې پراته وو، او د بهرنیو ځواکونو وروستۍ ډله وه چې د کابل له سقوط څخه ۴۲ ورځې مخکې د چنګاښ د میاشتې په ۱۱ مه نیټه له دغې اډې څخه ووتله.

په ویډیو کې ښکاري چې امریکايي پوځیان د شپې په تیاره کې د بګرام په هوايي اډه کې د دغه هېواد بیرغ راښکته کوي او په یوه C-130 کارګو الوتکه کې سپاره او له افغانستانه وځي.

د بګرام هوايي اډه شاوخوا شل کاله په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو مهم او ستر مرکز و، چې په افغانستان کې د امریکا سل زره پوځیان پکې ځای پر ځای و.

دغه ستراتیژیکه اډه چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخواني شوروي ټلوالې د ځواکونو له خوا جوړه شوې وه، د ۲۰۰۱ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۱ کال تر جولای پورې د امریکا په مشرۍ د ناټو ټلوالې ځواکونو اصلي مرکز و.