جان اڅکزی: که طالبان اقدام ونه کړي پاکستان به د وسله والو پر پناه ځایونو بریدونه وکړي

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، که افغان طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د فعالیتونو مخه ونه نیسي؛ "پاکستان به د ترهګرو تر پټنځایونو ولاړ شي او هغوی ته به عبرت ورکړي". هغه وویل چې "د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو جرم" د پاکستان لپاره یو دی.