د ازادۍ جبهې اعلان وکړ، چې د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۹مه) سهار وختي یې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پوسته برید کړی.
د دغې جبهې د معلوماتو له مخې؛ په دې بريد کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د طالبانو یو رینجر هم ویجاړ شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دغه ډله معمولاً د خپلو مخالفو جبهو د خبرونو په اړه غبرګون نه ښيي او هڅه کوي، چې د دغو جبهاتو فعاليتونه کمزوري کړي.
خو دغې جبهې په تېرو دوو کلونو کې تایید کړې، چې له بېلابېلو ولایتونو څخه یې ډېر کسان د وسله والو طالبانو د ډلې د غړیتوب په تور نیولي دي.