• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل برید؛ الشفاء روغتون، د حماس تونلونه او د اسراییل پروپاګند

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۰

په داسې حال کې چې اسراییل د الشفاء روغتون په اړه خپله تبلیغاتي جګړه غزوي، په هم مهاله توګه د یو بل روغتون د محاصره کولو هڅې یې هم پیل کړي دي.‌ بل خوا د اسراییل له خوا خپرې شوې ویډیوګانې قانع کوونکې نه دي، چې وښيي حماس له دغه روغتونه د قوماندې د مرکز په توګه استفاده کوله.

په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون له ۱۳ زره فلسطینیانو اوړي؛ د اسراییل دفاعي ځواکونو په دې لټه کې دي چې د الشفاء روغتون نه د خپلو هغو اعمالو د توجیه لپاره چې د توجیه وړ نه دي، د یو نندارتون په توګه کار واخلي.‌

دا روښانه ده چې د اسراییل ستراتیژي د دې باور په جوړولو متمرکزه ده، چې که د اسراییل دفاعي ځواکونه نړۍ په دې قانع کړي، چې حماس د دغه روغتون نه د عملیاتو د مرکز په توګه کار اخیستی،‌ نو ټولې بمبارۍ، د کډوالو په کمپونو، په ښوونځیو او روغتونونو شوي بریدونهربه یوازې د یو ترهګر دښمن پر وړاندې د جنګي کړنو په توګه په نظر کې ونیول شي.

اسراییل او سپینې ماڼۍ، د ولسمشر جو بایډن په ګډون،‌ خپل اعتبار له دې ادعا له امله له چې ګواکې د الشفاء روغتون لاندې یوه ستره دودکونکي وسله شته دی،‌ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.‌

متحده ایالاتونو په علني توګه دا ویلي، چې د خپلو ادعاو د ملاتړ لپاره یوازې په اسراییل اتکا نه کوي.‌

سره له دې چې هم امریکا او هم اسراییل په غزې تړانګه کې د خپل دښمن د جرمونو په اړه د دروغ ویلو سابقه لري، مګر اوس اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا د الشفا روغتون لاندې کومه خونه یا تونل شته او که نه؟ بلکې پوښتنه دا ده چې ایا له دغو تونلونو د یو واضح نظامي یا جګره يیزې موخې لپاره د حماس له خوا کار اخیستل شوی که نه؟ هغه ډول چې امریکا او اسراییل یې ادعا کوي.

په اسراییل که د حماس په رهبرۍ د ۷ د اکتوبر عملیاتو راهیسې، چې پکې ۸۴۵ ملکي اسراییلیان او ۳۵۰ اسراییلي عسکر او پولیس وژل شوي‌ او ۲۴۰ نفره برمته شوي وو، د اسراییل دفاعي ځواکونو د حماس د ځمکې لاندې تونلونو باندې په جدي توګه تمرکز کړي دی.

د اسراییل هغه ادعا چې ګواکې د حماس اصلي مرکز د الشفاء روغتون لاندې د تونلونو په شبکه کې دی، یوه نوې ادعا نه ده؛ خو په دې اړه لیواله تمرکز د دې ښکارندویې کوي چې اسراییل غواړي دغه موضوع د خپلې قضیې اصلي برخه وګرځوي، چې د هغو انتقادونو پر وړاندې چې په غزه کې د ملکیانو د بې توپیره وژلو او د هغوی د کورونو ویجاړولو په اړه کیږي، له ځانه دفاع وکړي.

اسراییل په دې هڅه کې دی چې د الشفاء روغتون په خپل روایتي جنګ کې د یو ازمون په توګه وکاروي.‌ دغه هېواد په خبریالانو،‌ ملګرو ملتونو،‌ ډاکټرانو او نرسانو تور پورې کړی چې هڅه کوي د حماس له خوا د یو نظامي مرکز په توګه د روغتون کارول له نړۍ پټ وساتي.

تر اوسه د اسراییل دغه پروپاګند په ښه توګه پر مخ نه دی روان.

د اسراییلي ځواکونو په لومړیو کې ادعا کوله چې الشفا‌ء روغتون د حماس پنټځای دی، هغه روایت چې د بایډن د ادارې له خوا یې هم ملاتړ شوی.‌

اسراییل د شواهدو لومړۍ لړۍ خپره کړې چې پکې ډېر شمېر اوتوماتې وسلې چې ځینې یې د ام ار ای د ماشین تر شا اېښودل شوې او یوه زغره چې د حماس لوګو پرې وهل شوې ده.

داسې برېښي چې د اسرییل د سرسختو ملاتړ کوونکو پرته دغو شواهدو بل هېڅوک په دې نه دي قانع کړي، چې الشفاء روغتون دې د حماس اوسنیو عملیاتو ته ارزښتناکه وي.‌

ډېری نورې هڅې د هغو ویډیوګانو د جوړولو لپاره چې اسراییل یې په روغتونونو کې د حماس د نظامي مرکزونو د ثبوت په توګه ادعا کوي، د پسخند او شک په سترګه ورته کتل شوي دي؛ ان د غربي رسنیو په ګډون.

په تاریخي توګه دغو رسنیو د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییل د عملیاتو په اړه د هغوی د پوځ څرګندونې د واقعیت په توګه خپرې کړي دي.‌

د اسراییل د دفاعي ځواکونو له خوا خپرې شوې دغو ویډیوګانو باندې په خواله رسنیو کې ریشخند وهل شوی.

د الشفاء روغتون کارمندانو او اروپایې ډاکټرانو چې هلته یې د کلونو لپاره کار کړی، هغه تورونه رد کړي چې دغه روغتون دې د حماس له خوا د کوم نظامي موخې لپاره کارول شوي وي.‌

حماس هم دغه تورونه رد کړي دي.

اسراییل د یکشنبی په ورځ د دوو ویډیوکانو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې دغه ویډیوګانې یو ۵۵ متره مستحکم تونل مستندوی چې ۱۰ متره تر الشفاء روغتون لاندې جوړ شوی دی.‌

یادې ویډیو ګانې چې ظاهرا د ډرون په واسطه ثبت شوې دي او د اسراییل په وینا د تونل په پای کې د انفجار ضد هغه دروازه ښیې، چې داسې ځانګړي سوري لري چې حماس ته اجازه ورکوي چې په اسراییلي ځواکونو برید وکړي.

اسراییلي دفاعي ځواکونو په یوې اعلامیه کې ويلي چې “ دغه موندنې پرته له شکه دا ثابتوي چې په دغه روغتون کې شته ودانیو څخه د حماس ډلې له خوا د ترورستي کړنو له پاره کارول کیږي.‌ دا یو بل ثبوت دی چې د حماس ترورستی ډله د خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي ترڅو خپلې وژونکې ترهګریزې کړنې ترسره کړي.”

دا کوم راز نه دی چې غزه پراخ تر ځمکې لاندې تونلونه لري،‌ په تېرو دوو لسیزو کې اسراییل د دغو تونلونو د ویجاړولو لپاره عملیات ترسره کړي دي؛ ترڅو د دغو تونلونو د شبکې ځینې برخې ویجاړې کړي.

هغه تونلونه چې د غزې له سویل د مصر پر لور جوړ شوي، د کلونه لپاره د قاچاق په موخه کارول شوي دي.‌ اسراییل ادعا کوي، چې د دغو تونلونو اصلي موخه د وسلو ځای پر ځای کول دي؛ خو څارونکي بیا دغو تونلو ته د ژغورنې د یوې لارې په توګه ګوري چې خوراکې توکي او نور مواد د غزې محاصره شوي خلکو ته قاچاق کوي.

دا شونې ده چې دغه دواړه ادعاوې سمې وي.‌

په وروستیو کلونو کې اسراییل او مصر د دوی خاورو د ورغلو تونلونو د بندولو هڅې کړې دي.‌ اسراییل له غزه سره په سرحد کې په دغو تونلونو کې د کانکريټي دیوالونو او نورو موانعو جوړولو هڅه هم کړې، چې خپلې خاورې ته د حماس یا نورو اورپکو د ننوتول او هلته د عملیاتو د ترسره کولو مخه ونیسي.‌

په ۲۰۰۶ کال کې حماس د دغو تونلونو څخه په استفادې سره د اسراییل د دفاعي ځواکونو د یو عسکر "جیلات شالیت" تر نیولو وروسته غزې ته وړی و. شالیت په ۲۰۱۱ کال د زندانیانو په تبادله کې خوشې شوی و.

د الشفاء تونلونه د اسراییل له خوا جوړ شوی وو

د الشفاء روغتون لاندې تونلونه او خونې شته دي. مونږ په دې ځکه پوهیږو چې اسراییل اقرار کړی و، چې دغه تونلونه او خونې یې په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې جوړ کړې وې. د اسرايیلي رسنیو د رپوټ له مخې؛ د ځمکې لاندې تاسیسات د تل ابیب معمارانو ګرشون زیپور او بنجمین ایدلسون له خوا طراحي شوي وو.

اسراییلو د امریکا په مرسته د روغتون د تعمیر بیارغونه او پراختیا ترسره کړه، په دې پروژه کې د ځمکې لاندې د یو کانکریټي منزل کیندل او جوړول هم شامل وو.‌

د ځمکې لاندې تاسیسات د الشفاء د بیا جوړونې او پراختیا د هڅو برخه وه، چې د اسراییل د ټولګټو چارو ادارې له خوا ترسره کېده.

د هاارتص اسراییلي ورځپاڼې د رپوټ په اساس “د اسراییل ملکي ادارې د روغتون دویم نمبر تعمیر بیارغونه وکړه چې یوه پراخه کانکریټي زیرزمیني چې د روغتون دوبي خونه او اداري برخې پکې فعالیت لري.”

د الشفاء روغتون لاندې تونل او خونو بیارغونه په ۱۹۸۳ کالې کې پای ته رسېدلې وه.

د تابلیت مجلې دغه فضاء د "یو امنې فضاء ځمکې لاندې خونې او تونلونو شبکې” په توګه بیان کړې ده. د زیپور زوی بارک چې د خپل پلار د طراحۍ په شرکت کې یې په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې کار پیل کړ، ویلې یې دي چې په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د اسراییل ساختماني قراردادیانو حماس د امنیتي ګاردانو په توګه په کار ګمارلي و، چې په تعمیر د بریدونو مخنیوی وکړي.‌

اسراییل ادعا کړې، چې په غزه کې په ۲۰۰۶ کال کې واک ته د حماس له رسېدلو وروسته دغه ډلې د اسراییل له خوا په الشفاء روغتون کې جوړ شوي تاسیسات ترلاسه او تر بیارغونې وروسته یې د عملیات د کنټرول په مرکز بدل کړل. ځینې نړۍوالو خبریالانو ویلي، چې د حماس له خوا مجلسونو ته د روغتون زیرزمینۍ ته بلل شوي.

اسراییل د دغې زیرزمینۍ څخه د حماس د مرکز په توګه یادونه کړې ده. په غزه کې د ۲۰۱۴ کال د جګړې پرمهال د واشنګټن پوست خبریال ویلیام بوت ویلي وو، چې الشفاء روغتون د حماس د مشرانو مرکزی دفتر په شان دی او هغوی په دهلیزونو او دفترونو کې لیدل کیږي.‌

داسې فکر به وکړو، چې دغه ادعاوې سمې دي؛ خو په عین حال کې د شرم وړ او منطقي کار دی، چې حماس په روغتون کې له خبریالانو سره ګوري،‌ ځکه اسراییل په واضح توګه غواړي چې د حماس غړي له منځه یوسي.‌

دا کار د خجالت وړ هم دی؛ خو له هغه څه سره ډېر توپیر لري، چې ویل کیږي د روغتون لاندې یو پټ ځای د نظامي قوماندې مرکز په توګه کارول کیږي.‌

دغه واقعیت چې اسراییل د الشفاء روغتون لاندې تونلونه او خونې جوړې کړې وې، هېڅ څه نه ثابتوي. ډېری روغتونونه د اسراییلي روغتونو په ګډون په ځانکړې توګه په جنګي سیمو کې د ځمکې لاندې تاسیسات لري.

دا چې پخوا داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې د حماس غړي په روغتون کې لیدل شوي هم کوم څه نه ثابتوي.‌ اسراییل باید لا ډېر قوي او د قناعت وړ شواهد وړاندې کړي؛ په ځانکړې توګه داسې شواهد چې د دوی دغه ادعا چې ګواکې دغه سیمه په اوسني جنګ کې پراخ پوځي او عملیاتي ارزښت لري.

د اسراییل له خوا د اوښتي ملکي تلفاتو او خساراتو ته په لیدو، د داسې شواهدو لپاره باید معیارونه ډېر لوړ وي.

د بایډن ادارې د دې لپاره چې اسراییل پر الشفاء روغتون عملیات وکړي، د دغه روغتون په اړه یې ځینې ادعاوې وړاندې کړې، اوس باید واضح دلایل وړاندې کړي ترڅو خپلې ادعاوې ثابتې کړي.

پروپاګند او نړۍوال قوانین

په داسې حال کې چې اسراییل د الشفاء روغتون په اړه خپله تبلیغاتي جګړه غځوي، په هم مهاله توګه د یو بل روغتون؛ اندونیزیایي روغتون د محاصره کولو هڅې یې هم پیل کړي، دغه روغتون په شمالي غزه کې یوازینی طبي مرکز دی.‌

د محلي چارواکو په خبره؛ د اسراییل توغندو په دغه روغتون کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.‌ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مارسودی اسراییل د نړۍوالو قوانینو په ماتولو تورن کړی دی.‌

هغه ویلي ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه هغه چې له اسراییل سره نېږدې اړیکي لري، باید خپل ټول نفوذ او توانایې وکاروي چې اسراییل دې ته اړ کړي چې خپل جنایتونه ودروي.

نړۍوال بشري قوانین د روغتونونو د محافظت په اړه واضح دي، که دا شک موجود وي چې د جګړې د یو اړخ په توګه د روغتون کارول په دې موخه چې خپل دښمن ته صدمه ورسوي، ‌په دې صورت کې روغتون له هر ډول برید نه باید په امان کې وي.‌

حتا که د جګړې د یو اړخ که خوا د روغتون نه د استفادې په اړه واضح دلایل هم موجود وي، بیا هم د روغتون پر وړاندې پوځي اقدام نه شي کېدای او روغتون کې شته ملکي کسان باید له هر ډول تېري په امان کې اوسي.‌

که دا په قاطع توګه ثابته شي چې حماس د روغتون نه په عمدې توګه ناوړه استفاده کړې او د هغه لاندې یې د قوماندې مرکز جوړ کړی دی،‌ د دغه کار د کولو په خاطر باید د جنګي جرمونو د ترسره کولو د تور سره مخامخ شي،‌ حماس باید د دغه کار ځوابګویه اوسي؛ نه بیګناه ملکیان.

په عین حال کې که اسراییل په غزه کې تر ټولو مهم روغتون د یو پوځي مرکز په توګه ښودلو کې غالي کړې وي، باید نړۍ اسرايیلي چارواکي مسوول وبولي د دغه ډول یو پراخ پروپاګند د ترسره کولو په خاطر د بایډن اداره هم باید په دې برخه کې ځوابګویه اوسې.

د ولسمشر بایډن په شمول د هغه نقش له عمله چې امریکا یې په دې جګړه کې لوبوي.‌

که پراخ تصویر ته وکتل شي، حماس او الشفاء روغتون تر ډېره د غزې پر وړاندې د اسرايیل په جنګ کې د کلي او نه منکریدونکو حقایقو نه د عامه افکارو د اړولو لپاره کار اخیستل شوي.

د متحده ایالاتو له پیسو، سیاسي ملاتړ او پوځي امکاناتو څخه په استفادې سره اسراییل د غزې د ملکي وکړو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک د جمعي مجازاتو کمپاین ترسره کړی دی.

یادونه: دا تحلیلي مطلب له انټرسپټ رسنۍ څخه را ژباړل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په لبنان کې د اسراییل د هوايي برید له امله د یوه ټلویزیون دوه خبریالان وژل شوي دي

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د لبنان په جنوبي برخه کې د اسراییل په هوايي برید کې د المیادین ټلویزیون دوه خبریالان او یو بل ملکي وګړی وژل شوي دي.

د لبنان لومړي وزیر دغه برید د رسنیو د خاموشه کولو لپاره د اسراییل یوه هڅه بللې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دغه برید کې د المیادین شبکې خبریال فرح عمر او د المیادین شبکې کمره مین ربیع المماري وژل شوي دي.

اسراییلي پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اعلان کړی، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د نومبر تر ۲۱ نېټې پورې تر ۵۰ زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

کاناډا په افغانستان کې د کاناډايي پوځ په تړاو د لیکل شوي کتاب پر خرڅلاو بندیز ولګاوه

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۰

"کاناډايي ځواکونه په افغانستان کې" اثر چې د یوې لسیزي په ځنډ سره خپور شو د لوستلو او خرڅلاو محدودیت پرې وضع شوی او یوازې د دې کتاب کاپي د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کېدی شي. تر اوسه دا نه ده روښانه چې پر دغه کتاب ولې بندیز لګېدلی.

اوتاوا ستیزن د نومبر په ۲۱مه د کینګسټون کې د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس له قوله لیکلي، چې د کاناډا پوځ باید د افغانستان په اړه دې مهم کتاب ته لاسرسی محدود نه کړي.
خو د کاناډا وسله وال پوځ او د ملي دفاع وزارت د هغه تاریخي اثر له لوستلو چې په افغانستان کې د کاناډایي نارینه او ښځینه و د جګړې او وژل کیدو په اړه دی، منع کوي چې په تېر جولای کې چاپ شوی.
په افغانستان کې د کاناډایې ځواکونو حماسې اثر اتلس سو مخونه لري، چې د کاناډا د پوځ له خوا په ۱۶۰۰ تیراژ کې محدود شوی، ۸۰۰ توکه په انګلیسي او ۸۰۰ یې هم په فرانسوي ژبې چاپ شوی.
د دې کتاب هارډ کاپي یوازې د کاناډا په پوځي واحدونو او اکاډمیکو انسټیټیوتونو کې ترلاسه کیدی شي؛ خو داسې ویل شوي چې دا کتاب به په وړیا توګه د انلاین له لارې د لوستونکو لپاره چمتو شي؛ خو د اوس لپاره حتا هغه کاناډایان هم ورته لاسرسی نه لري چې د کتاب لوستلو لپاره پیسې ورکوي.
د دې کتاب لیکوال پوځي تاریخ لیکونکی شان مالوني دی او دا کتاب یې د لسو کلونو په لړ کې لیکلی.

دا چې ولې د دغه کتاب چاپ یوه لسیزه ونیوله عامل یې په پوځ کې ځینې کسان وو، چې نه یې غوښتل دا کتاب چاپ شي.
شان د دغه کتاب د لیکلو په جریان کې درې نور کتابونه هم چاپ کړي او کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول هڅه یې وکړه له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې له کاناډایانو سره یې کار کړی و.
د دې کتاب د لوستلو لپاره انتظار او لیوالتیا له بې حده وه؛ خو کله چې چاپ شو، محدودیت پرې ولګید.

د دې کتاب یوه نسخه د ار ام سي کتابوتون کې ایښودل شوې، چې ډېر محدود کاناډایان یې هلته لوستلی شي.
په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د کاناډا د پوځ قوماندان جنرال انډریو لیسلي شان ته دنده وسپارله چې افغانستان ته ولاړ شي او له هغه ځایه دې د پوځ تاریخ د مسلکي تاریخ لیکونکې په توګه ولیکي.

شان د یو عالم په توګه د خپلو لیکلو اکاډمیک او ایډیتوریل ازادي غوښتنه کړې وه.
د رویال پوځي پوهنتون استاد ستیف لوکیټس وايي، چې د کانادا د دفاع وزیر دا واک لري، چې د شان کتاب د پوځ له بندیزونو خلاص کړي.
نوموړي له ښاغلي بیل بلیر څخه غوښتي: «مهرباني وکړئ د شان مالوني کتاب ازاد کړئ، ټولو کاناډایانو ته یې د لوستلو فرصت ورکړئ. ناشرانو ته یې د چاپ فرصت ورکړئ او کاناډایي پوهانو او ماهرانو ته اجازه ورکړئ چې په افغانستان کې زموږ د پوځ د تاریخ په لومړۍ مسوده تبصره وکړئ».

ایراني رسنیو د دغه هېواد د اسلامي شورا د ودانۍ مخې ته د ډزو خبر ورکړی

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۷ GMT+۰

ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) د ایران د اسلامي شورا د ودانۍ مخې ته د ډزو خبر ورکړی. د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی، چې برید کوونکی نیول شوی دی.

د تهران پولیسو ویلي دي، چې په دې ډزو کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د تهران د پولیسو د اطلاعاتو مرکز اعلان وکړ، چې یو کس د اسلامی شورا د ودانۍ مخې ته د ښکار د وسلو په وسیله ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا؛ برید کوونکی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

په سوېلي وزیرستان انګور اډه کې احتجاج کوونکو په دویمه ورځ خپلې غوښتنې وړاندې کړې

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د چمن تر پرلت وروسته د انګور اډې اوسېدونکو تېره ورځ د انګور اډې لارې د تړلو په غبرګون کې احتجاج کړی او له پاکستاني حکومت يې غوښتي چې که په دغه لاره د پاسپورټ او وېزې د جبري کېدو پرېکړه بیرته وانخلي دوی به حکومتي ځایونو ته تړلې لارې همداسې بندې وساتي.

دغو احتجاج کوونکو له پرون راهیسې په انګور اډه کې پوځي چوڼیو ته تللې لارې یې بندې کړې او ګواښ يې کړی که يې غوښتنې و نه منل شي په ورته نورو ګامونو هم لاس پورې کوي.

100%


له تېرو څلور ورځو راهیسې پاکستاني پوځ د انګور اډې لاره له پکتیکا سره د تګ راتګ پر مخ تړلې.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سوېلي پښتونخوا په چمن کې لسګونه زره ځايي خلکو د سپین بولدک- چمن په دروازه په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهلی او غوښتنه يې داده چې په دغه لاره دې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ وشي.
تر هغه وړاندې به په دغه لارو تګ راتګ په افغان پيژندپاڼه او پاکستاني شناختي کارډ کېده.
د سوېلي وزیرستان د انګور اډې اوسېدونکو له پاکستاني يوځه غوښتي چې د دوی څوارلس غوښتنې به مني که نه د دوی په خبره که په راتلوونکي کې هر څه پېښ شول مسول به یې پاکستانی پوځ وي.
د انګور اډې يو ځايي مشر حاجي صحبت خان وايي: «موږ د پاکستان پوځ ته دا غوښتنې وړاندې کوو، که مني يې ښه ده، که نه بیا که هر څه پېښ شول مسولیت يې د دوی په غاړه.»
د انګور اډې اوسېدونکو په څوارلس غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل کیدل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کیدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له زندانونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې دي
خو پاکستاني حکومت په دې اړه خپل تازه دريځ نه دی روښانه کړی او یوازې په دې کلک ولاړ دی چې افغانستان ته په ټولو لارو به تګ راتګ په افغاني او پاکستاني پاسپورټ او وېزو کیږي.

د یادولو ده چې له پرون راهیسې د انګور اډې بازار په احتجاجي ډول تړل شوی.

له غزې څخه ۳۰ له وخته وړاندې زېږېدلي ماشومان مصر ته لېږدول کیږي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۰

فارس نیوز د فلسطیني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په غزه کې نېږدې ۳۰ هغه ماشومان چې وړاندې له وخته زېږېدلي د مصر روغتونونو ته به ولېږدول شي.

خبر د فلسطین د روغتیا وزارت د ویاند مدحت عباس په حواله زیاتوي، چې دغه ماشومان د تېرې یکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۹مه) د غزې له یو شمېر روغتونونو څخه ایستل شوي دي.

ښاغلی عباس وايي، چې د دغو ماشومانو د ښې ساتنې په پار د مصر له روغتیايي چارواکو سره خبرې شوي او د لېږد چارې یې پیل شوي دي.

تېره ورځ د روغتیا سازمان هم ویلي، چې د غزې په یو شمېر روغتونونو کې ځینې ناروغان شته او هلته د درملنې له ستونزو سره مخ دي.

د روغتیا دغه سازمان د یو شمېر ماشومانو د موجودیت خبر هم ورکړی و او ویلي یې وو، چې دغه ماشومان په خورا نازک حالت کې ژوند کوي.

دوه ورځې وړاندې د حماس رسنیز دفتر ویلي وو، تر اوسه په غزه کې له دولس زرو زیات انسانان وژل شوي، چې د وژل شویو په ډله کې پنځه زره ماشومان او درې زره یې مېرمنې دي.

د حماس د رسنیز دفتر د اطلاعاتو له مخې؛ لږ تر لږه ۲۰۰ تنه ډاکتران، روغتیا پالان او مرستندویان هم په غزه کې وژل شوي دي.

حماس دا رنګه زیاته کړې؛ د ۲۵ روغتونونو او ۵۲ روغتیايي مرکزونو چارې په ټپه درېدلې او ۵۵ امبولانسونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.