د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر: د ایران حقابې د شخړې حل له پاره د ورښتونو دعا کوو

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنۍ وچکالي یوه "الهي ازموینه" ده. نوموړي د ایران د اوبو د حق په اړه د ایران د غوښتنې په ځواب کې ‍‍‍‍‍ویلي: «موږ د ورښتونو دعا کوو چې دا ستونزه هواره شي.»

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۹مه) راپور ورکړی چې عبداللطیف منصور په یوه مرکه کې ویلي چې که په افغانستان کې کافي ورښتونه وشي، ایران ته به اوبه ورشي.
عبداللطیف منصور د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.
نوموړي د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې طالبانو او د ایراني چارواکو سره د ایران د اوبو د حق په اړه خبرې کړې دي.
د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو د حق مسله د طالبانو او ایران تر منځ یو له جنجالي مسایلو څخه ده.
ایراني چارواکو په ځلونو طالبان د ایران د اوبو د حق په موضوع کې له خپلو ژمنو څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
طالبانو هم په وار، وار ټینګار کړی چې د ایران د اوبو د حق تړون ته ژمن دي، خو دومره اوبه نه شته چې ایران ته وبهېږي.