• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: که د اقلیم ژمنې عملي نه شي، د ځمکې د تودوخې درجه به تر درې درجو پورې لوړه شي

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۹ GMT+۰

په یوه نوي راپور کې، د ملګرو ملتونو د چاپیریال پروګرام د هیوادونو د اقلیم د ژمنو پلي کولو په ارزښت ټینګار کړی. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې که هېوادونه اقلیمي ګامونو ته پام و نه کړي، نو د ځمکې تودوخې درجه به له ۲.۵ تر ۳ سانتي ګراد ته لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام دغه راپور د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۹مه) خپور کړ او د ځمکې د راتلونکي په اړه یې خبرداری ورکړ
د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي چې د ځمکې د تودوخې درجې د ۱.۵ درجو ته راښکته کولو له پاره، اړینه ده چې د شین کوړیزو ګازونو خپرول ۴۲ سلنه کم شي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام چارواکو د هېوادونو له خوا د پاکې انرژۍ پر کارولو او د ډبرو سکرو پر ځای د یوې نوې انرژۍ د کارولو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په دغه راپور کې، ساینس پوهانو وړاندوینه کړې چې د ځمکې د تودوخې تر ۳ درجو پورې زیاتوالی به، د کنګلونو د ویلې کولو او د امازون ځنګلونو وچیدو په ګډون یو ستر اقلیمي ناورین او نه جبرانېدونکی حالت رامنځته کړي.
دا راپور په دوبۍ ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون له کنفرانس څخه څو اونۍ مخکې خپور شو چې د لیندۍ له ۱۶ څخه تر ۲۱ پورې به جوړیږي.
په دغه کنفرانس کې ګډون کوونکي هغه غړي دي چې په ۱۹۹۲ کال کې د اقلیم بدلون په اړه یې د ملګرو ملتونو کنوانسیون لاسلیک کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي