• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کیرن ډېکر: افغانستان ته ستانه شوي افغانان خوندي سرپناه، درناوي او خوندیتوب ته اړتیا لري

۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ لړم ۱۴۰۲ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د افغانستان له پاره د امریکا سفارت شارژدافیرې، کیرن ډېکر د سه شنبې په ورځ د (لړم ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، خوښه ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان هره ورځ زرګونه ستنو شویو افغانانو سره د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې مرستې کوي.

همدارنګه اغلې ډېکر لیکلي چې افغانستان ته ستانه شوي افغانان خوندي سرپناه، درناوي او خوندیتوب ته اړتیا لري.
اغلې ډېکر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري په تورخم او سپین بولدک کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو له پاره د روغتیايي خدمتونو تر څنګ د لنډمهالې سرپناه او نغدي مرستې هم کوي.
د طالبانو له لوري د رسمي اعلان شویو شمېرو له مخې په تېره یوه میاشت کې له درې لکه زیات افغان کډوال له پاکستانه، هیواد ته ستانه شوي دي.

خو تازه شمېرې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر د څلور لکو شاوخوا ښيي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي