په بلوچستان کې چارواکي: په تربت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور وسله‌وال وژل شوي

په بلوچستان کې چارواکي وايي، د هغو عملیاتو په ترڅ کې چې د وسله‌والو ډلو پر ضد یې پيل کړي څلور تنه وسله‌وال وژل شوي دي. دغه سرچینه وايي، عملیات د بلوچستان په تربت سیمه کې شوي چې په ترڅ کې یې زیاته درنه وسله هم تر لاسه شوې ده.