‏په خیبرپښتونخوا کې په جلا،جلا پېښو کې پنځه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

د پاکستان پوځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د لاسي بم چاودنه شوې، چې په پایله کې یې د احسان بادشاه او ساجد حسین په نامه دوه سرتېري وژل شوي دي.