د متحده عربي اماراتو د لس اوریز سوداګریز لیګ لومړۍ لوبه نن په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي

د متحده عربي اماراتو لس اوریز سوداګریز لیګ د کرېکټ تر ټولو چټکه بڼه ده او په دغه لیګ کې اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې د اتلولۍ ګتلو په موخه لوبېږي. دغه لس اوریز لیګ چې نن د سه شنبې په ورځ د (لېندۍ ۷مه) پیلیږي، په بېلابېلو لوبډلو کې له افغانستانه ۱۲ لوبغاړي لوبېږي.