د ای اېس ای پخوانی مشر: هېوادونه باید له طالبانو سره ځانګړې اړیکې ونیسي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۷

د ای اېس ای پخواني مشر اسد دراني د هرات په امنیتي غونډه کې وویل، چې هېوادونه باید له طالبانو سره ځانګړې اړیکې ونیسي او د هغوی په چلند کې تعادل وساتي.

بل خوا د روسیې د سي ای اې د موسسې مشر ولادیمیر اوسف د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو پر کلیدي رول ټینګار وکړ.

دوی د سې شنبې په ورځ د لیندنۍ په ۷ مه په تاجکستان کې د هرات امنیتي غونډې په دویمه ورځ د "سیمه ییزې اجماع، نړۍوال ملاتړ" تر نامه لاندې په شپږم ګردي میز کې خبرې وکړې.

په دغه تاسته کښې د ای اېس ای پخوانی مشر د جیو پولیټیکل منظرې په بدلیدا کې د پاکستان په دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل دغه دریځ د داعش په شان د سخت دریځو ډلو له ګواښونو سره په مقابله کې ډېر مهم دی.

په دې ګردي مېز کې ستراتیژیک تړونونه او نړۍوالې ژمنې چې د افغانستان راتلونکی جوړوي وڅېړل شوې.

په دغه ګردي مېز کې په روسيه او برېتانيا کې د افغانستان پخواني سفير طيب جواد، په ملګرو ملتونو کې د ملګرو ملتونو د سازمان سيمه ييز استازي اشیتا میتال او د روسيې د اسلامي مطالعاتو د انسټيټيوټ مشر ولادیمر اوسف هم د یادې موضوع په تړاو بحث او خبرې وکړې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ