• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو برخلیک لاهم څرګند نه دی

۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۴ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، سره له دې چې د پاکستاني چارواکو سره په کراچۍ بندر کې د ایسارو شویو کانټینرونو د خوشې کولو پر سر هوکړه شوې وه؛ خو لا هم د افغان سوداګرو سوداګریز توکي هلته ایسار پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې موږ په اسلام اباد کې د افغانستان د سوداګریزو توکو پر خلاصون خبرې اترې کړې وې. هغوی ژمنه کړې وه، چې ۳۶۰۰ کانټینره به بې له قید او شرطه پرېښودل کېږي او هغه نور شپږ سوه کانټینره چې بند دي، هغه به بېرته واردېدونکو هېوادونو ته ستنول کېږي؛ خو د لسو ورځو په تېرېدو سره لا هم د افغان سوداګرو مالونه په کراچۍ بندر کې ایسار پاتې دي.»
څه کم دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته تللی و او هغه مهال داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ایسار کړل شوي سوداګریز توکی به ډېر ژر خوشې کېږي؛ خو لا هم د دغو سوداګریزو کانټینرونو برخلیک جوت شوی نه دی.
دا رنګه د افغانستان د سوداګرۍ خونې دا اندېښنه هم په ډاګه کړې وه، چې پر دغو ایسارو سوداګریزو توکو هره ورځ مالیه او جریمه راځي او داسې وېرې هم په ډاګه شوې وې، چې ښايي د دغو توکو له بیو څخه پر هغو د جریمو او مالیې پیسې زیاتې شي.
افغان سوداګر وايي، په دغو سوداګریزو توکو کې داسې توکي هم شته چې ښايي د وخت په تېرېدو سره په دغو کانټینرونو کې بار توکي بېلابیل دي؛ ځينو ته یې زیات زیانونه اوښتي او ځینو ته کم او په دې کې داسې مالونه هم شته که دې نور هم ځنډېږی ښايي تر ټاکلې نېټې واړوي، چې بیا به له کارولو وړ نه وي.
له بله پلوه د چمن او بولدک د دروازې له بندېدو وروسته د وچې او تازه میوې صادرات هم ځنډېدلي او سوداګر مجبور دي، چې د تورخم له لارې خپل صادراتي توکي ولېږدوي چې دا هم خلکو ته په زیان دي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۴

ایران افغانستان د خپل «دفاعي کمربند» یوه برخه وباله

۵

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه