افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری:په سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو کې مو ښکېلتیا، ناقانونه ده

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۷

پاکستان ویلي، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره دا ناقانونه کړنه ده چې د راتلونکي کال د فبرورۍ میاشتې د ټولټاکنو څخه دمخه په کوم سیاسي یا ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي او یا یې هم ملاتړ وکړي او دا به هغو کډوالو ته خبرداری وي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل:« په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته خبرداری ورکړل شوی، چې په پاکستان کې د سیاسي او ټاکنیزو فعالیتونو لپاره د کوم نوماند ملاتړ او یا تمویل ناقانونه کړنه ده.»

دغه وزارت زیاته کړې:« هر هغه افغان چې په دغه ډول فعالیتونو کې لاس لري، پرته له دې چې په پاکستان کې قانوني حیثیت ولري، وبه شړل شي.»

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ