د جرمني د 'اکسل اشپرینګر' بنسټ د زړورتیا جایزه افغان مېرمنو ته ډالۍ شوه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د جرمني د «اکسل اشپرینګر» ازادۍ بنسټ سږنۍ د زړورتیا جایزه په برلین کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان میرمنو ته ډالۍ کړه.
رویا محبوب، چې د افغان نجونو د روباټیک ډلې مشره او یوه متشبثه ده، د افغان ښځو په استازیتوب یې دا جایزه ترلاسه کړه.

د «اکسل اشپرینګر» د زړورتیا جایزه په جرمني کې یوه له مهمو جایزو څخه ده چې هر کال په بیلابیلو برخو کې د بشري حقونو فعالانو ته ورکول کیږي.
دا جایزه په داسې حال کې افغان مېرمنو ته ورکول کېږي چې له دوو کلونو راهیسې طالبانو دوی، د ژوند او ټولنې په بېلابېلو برخو کې له ګډون او فعالیته بې برخې کړې دي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او ښځينه زده‌کړیالانو ته د پوهنتون پر ورتګ بنديز لګولی دی.
د طالبانو له ظالمانه کړنو سره سره، ښځې وخت په وخت د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې سړکونو ته راوتلې او د دغې ډلې د سیاستونو پر ضد یې لاریونونه کړي دي.
د ښځو لاريونونو ته د طالبانو ځواب يوازې د لاریون کوونکو ګواښل، نيول او ربړول دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ