عباس ستانکزی: زموږ حکومت په عمل کې نړۍوالو په رسمیت پېژندلی دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال چې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره یې مرکه کوله ویلي، چې دمګړۍ د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې پرانېستي دي.

ستانکزي دا رنګه ویلي، چې د نورو هېوادونو سفارتونه له قطره د دوی د حکومت سره په تماس کې دي.
خو په ټوله کې نوموړی له دې خبرې په څنګ تېر شو چې ووايي، د دوی مشران د رسمیت پېژندلو له پاره کوم ګامونه اخیستي دي.
ښاغلی ستانکزی چې تر ډېره پر خپلې ډلې نیوکې هم کوي او د نجونو د زده‌کړو او بشري حقونو په ملاتړ خبرې هم کوي، په دې مرکه کې یې د هغو خنډونو د لرې کولو په تړاو څه نه دي ویلي، چې نړۍوالو د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو له پاره د شرطونو په توګه وړاندې کړي دي.
څه موده مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي فریدون سېنرلي اوغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خپلو وړاندیزونو کې ویلي و، چې د طالبانو له رژیم سره دې تعامل وشي او د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره یو لړ شرطونه هم یاد کړي وو.
په دغو شرطونو کې د طالبانو له‌خوا د نجونو د ښوونځیو پرانیستل، د مېرمنو له پاره د کاري زمېنو برابرول، د بشري حقونو تامین او د ټولګډونه حکومت جوړول شامل وو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ