• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلت وال: د بلوچستان ایالتي چارواکي، څلوېښتمه ورځ خبرو اترو ته چمتو شول

۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۶ GMT+۰

نن د چمن د پرلت څلویښتمه ورځ ده او د بلوچستان ایالت دولتي چارواکو د منظور پښتین په ګډون د یاد پرلت استازو ته د خبرو کولو بلنه ورکړې ده. پرلت وهونکي تمه لري چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کولو پرېکړه به پاکستان حکومت «بیرته واخلي.»

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د سوېلي پښتونخوا د چمن پرلت نن چهار شنبه د (لیندۍ ۸ مه) څلویښت ورځې پوره شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د چمن پرلت ته په خپلې وینا کې وویل: «که چیرې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او ویزې جبري کولو پرېکړه بېرته وانخلي د یاد پرلت په ملاتړ به د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه پیل کړو. دا لاریونونه به د راتلوونکې جمعې په ورځ پیل شي.»

پرلت وهونکي وايي دپاکستان له لوري په دغه دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو پرېکړه نه منو، خو د پاکستان حکومت لا هم په خپله پرېکړه ولاړ دی.

پر همدغه مهال د چمن د لغړي اتحاد غړی غوث‌الله له طالبانو غوښتنه کوي چې د افغانستان لوري ته هم خلکو ته د غږ پورته کولو او لاریونونو اجازه ورکړي.

نوموړی وايي: «طالبان دې د سپین بولدک او کندهار خلکو ته هم اجازه ورکړي چې په خپلو سیمو کې د حق ترلاسه کولو غږ پورته کړي. موږ نه غواړو چې د چمن او کندهار تر منځ تګ راتګ بند شي، موږ نه غواړو اړیکې مو پرې شي. موږ چې کومه غوښتنه لرو دا یواځې د چمن د خلکو غوښتنه نه ده، بلکې د ټولو پښتنوغوښتنه ده.»

همدارنګه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی صمد خان وايي: «موږ د ډیورنډ معاهده نه منو او تاسو راباندې پاسپورټ منئ، دا بیخي د منلو نه ده. موږ د سپین بولدک ـ چمن نه بلکې پر ټوله ډیورنډ کرښه پاسپورټ نه منو.»

پرلت وهونکي وايي، د بلوچستان د ایالتي مسولینو سره د مذاکراتو پایلې به د چهارشنبې ورځې تر پایه له خلکو سره شریکې کړي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی