ټربیون: پاکستان د راتلونکو بریدونو په اړه کابل ته «سخت خبرداری» ورکړی
پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، پاکستان د افغان طالبانو حکومت ته واضح پیغام استولی چې په راتلونکي کې هر ډول بریدونه چې د دوی هېواد سره تړاو ولري، سخت ځواب به ورکړي.
سرچينې زياته کړې، دغه خبردارى په بنو کې له وروستي بريد وروسته چې ویل کېږي بریدګر افغان و په ډيپلوماټيکو لارو ورکړل شوى دى.
د پاکستان حکومت د راپورونو له مخې، دا د افغانانو لهخوا ۱۶م ځانمرګی برید و چې په دغه هېواد کې ترسره شوی.
سرچينې زياته کړې، چې پاکستان افغان حکومت ته په ناڅرګندو ټکو ويلي، که دا ډول بريدونه دوام وکړي پر وړاندې به يې سخت غبرګون وښيي.
که څه هم د پاکستان حکومت د دوی د ځواب په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ټربیون د راپور په وینا په تېرو کې هم د پاکستان حکومت د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي په پټنځایونو بریدونه کړي وو؛ خو پړه یې نه وه منلې.
په دغه راپور کې راغلي، چې افغان طالبان ټيټيپي خپل متحد او مېلمه ګڼي.
ټربیون لیکلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ راتلونکې همکاري د ټيټيپي پر وړاندې د پرېکنده ګام په اخیستلو سره تړلې ده.
تر دې وړاندې هم یوې سرچینې ټربیون ته څرګنده کړې وه، چې په پاکستان کې د طالبلنو سفیر په احضارېدو ورته څلور مهمې غوښتنې مطرح شوې وې.
په دغو غوښتنو کې د بنو د بريد بشپړې پلټنې او د عاملينو محاکمه شامله ده.
د سرچینو په وینا، پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د پټنځایونو په وړاندې د سمدستي "تایید وړ اقداماتو" غوښتنه وکړه.
همدا راز د افغان طالبانو استازي ته ویل شوي و، چې حافظ ګل بهادر ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.
له دې سره اسلام اباد افغان طالبانو ته پر خپله غوښتنه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کاروي.