• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په فلسطین کې قتل عام به د بشري حقونو د کنوانسیونونو اعتبار له منځه یوسي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۲:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسراییل د بریدونو بیا پیلېدو ته په غبرګون کی ویلي، په فلسطین کې د «قتل عام» دوام به د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو د کنوانسیونونو «کمزوری» اعتبار هم له منځه یوسي. دغه وزارت له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطينيانو د وژنې مخه ونيسي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزې د اسراییل تازه بریدونه غندلي او د نړۍ له هېوادونو او د بشري حقونو له سازمانونو یې غوښتي چې په غزه او فلسطین کې د روان قتل عام مخه ونیسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې پر غزې د اسراییل د بریدونو د سملاسي بندېدو او دې مسالې ته د اساسي حل غوښتنه کړې ده.
د اسراییل او حماس تر منځ له اووه ورځني اوربند وروسته د جمعې له سهار راهیسې د اسراییل جنګي الوتکو یو ځل بیا پر غزې بمبار پیل کړی، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان دي.
اسراییلي پوځ او حماس په عین وخت کې یو بل د اوربند له موافقې څخه په سرغړونې تورنوي.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه له ۱۵ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسراييل دا بريدونه د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراييل پر جنوبي سيمو د بريد په ځواب کې دي، چې په ترڅ کې يې ١٢٠٠ اسراييليان ووژل شول او تر ٢٠٠ ډېر کسان يرغمل شول.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۳

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۴

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۵

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي