د نویو ځوانانو هاکي نړیوال جام په مالیزیا کې پیلېږي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۱

په مالیزیا کې د هاکي د نارینه وو د نويو ځوانانو نړیوال جام د ډیسمبر په پنځمه د سې شنبې په ورځ پېلیږي.‌

په دغه جام کې د حنان شهید په مشرۍ د پاکستان اتلس کسیزه هاکي لوبدله ګډون کوي.

د نویو ځوانانو هاکي نړیوال جام کې به له بیلابیلو هیوادونو ۱۶لوبډلې ګډون وکړي او د ۱۱ ورځو لپاره به له یو بل سره ولوبېږي.‌

د هاکي نړیوال جام کې به د ارجنټاین، استرالیا، بلجیم، کاناډا، چیلي، مصر، فرانسې، جرمني، هند، سویلي کوریا، مالیزیا، هالنډ، نیوزیلینډ، پاکستان، سویلي افریقا او هسپانیا لوبډلې ګډون کوي.

د دغې جام د پیل په سیالیو کې به په لومړۍ ورځ دولس ټیمونه سره لوبې وکړي.

د جام لومړۍ سیالۍ به په محلي وخت د سهار پر نهو بجو د فرانسې او مصر ترمنځ وي.

په دویمه لوبه کې به جرمني له سویلي افریقې سره، او بیا اسپانیا له کاناډا سره او تر هغه وروسته ارجنټاین له اسټرلیا سره او هندوستان له کوریا سره سیالي کوي.

د هاکي د نوي ځوانانو د نړیوال جام په لومړی ورځ به کوربه هیواد مالیزیا د چیلي سره د جام د لومړۍ ورځې وروستۍ سیالي ترسره کړي.‌

پاکستان به د دغې جام په دریمه ورځ پنجشنبه له نیوزیلینډ سره خپله لومړۍ سیالی وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ