د طالبانو د دفاع وزیر د اسلامي نړۍ له عالمانو سره د لیدنې پرمهال ویلي، څه ډول چې طالبان د نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي.
ملا یقعوب وویل، د فلسطين مساله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی.
د طالبانو د دفاع وزارت نن دوشنبه د ( لیندۍ ۱۳ مه ) پر اېکس پاڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ علماو لوړ پوړي پلاوي د طالبانو دفاع له وزیر سره لیدلي دی.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې په لیدنه کې ملا یعقوب د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د طالبانو دفاع وزیر پر غزې د اسراییلو بمباري وحشیانه وبلله.
د اسلامي نړۍ علمانو پلاوي په استازیتوب علي محمد "قره داغي"خبرې وکړې.
د اسلامي نړي علماو پلاوي د طالبانو له یو شمېر نورو چیکپوړو چارواکو سره هم ناستې درلودې.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینې وايي؛ د اسلامي نړۍ د علماو پلاوي له طالب مشرانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم او ښځو ته د کار اجازه ورکړي؛ ترڅو د اسلامي نړۍ د علماو غاړه خلاصه وي.
دغه سرچینه زیاتوي؛ طالب چارواکو دغه پلاوي ته مثبت او قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.
طالبان که څه هم د دغو ناستو په اړه د دې ډلې په خوښه څرګندونې په خبرپاڼو کې راخلي؛ خو تراوسه پورې د اسلامي نړۍ د علماو له دغو څرکندونو یادونه نه ده کړې.