د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله نهو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۶

د کراچۍ ښار په عایشه منزل سیمه کې په یوه مارکېټ کې د اور لګېدنې په پېښه کې څلور کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه اور چې پرون ناوخته لګېدلی و، شل دوکانونه یې په چورلټ ډول سوځولي او ګڼو نورو دکانونو او سیمې ته نږدې کورونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

په کراچۍ ښار کې د اور لګېدو دا لومړۍ پېښه نه ده، د نومبر په ۲۵ مه د دغه ښار په ګلشن اقبال راشد منهاس سیمه کې هم په يو شخصي مارکیټ کې د اور لګېدنې له امله ۱۱ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ