طالبان:له پاکستانه په زور د افغان کډوالو سل کورنۍ د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستنې شوې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱۶

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د کندهار سپین بولدک له لارې سل کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د یاد وزارت په خبره د راستنو شویو کورنیو د غړو شمېر چې ۵۷۷ تنو ته رسیږي ټول یې په زور له پاکستانه اېستل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۱۴ هغه افغانان چې د پاکستان د بېلابیلو ښارونو په زندانونو کې بندیان وو، هم تېره ورځ د سپین بولدک - چمن په دروازه افغانستان ته سپارل شوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم د دغه هیواد په زندانونو کې بندې افغانان افغانستان ته سپارلي وو.

د بشري حقونو فعاله منزه کاکړ وايي، لاهم لسګونه افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

نوموړې وایی: «همدا زما دنده ده چې د افغان بندیانو قضیې په محکمو کې په موقت ډول پر مخ وړم، ډیر کسان دلته د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله بندیان دي. په بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شته. او اوس هم د پاکستان په بېلابیلو ښارونو کې لسګونه افغانان بندیان دي.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ څه باندې یوه میاشت وړاندې پیل شوې او د دغه هیواد چارواکي وایي د راتلونکي کال تر لومړۍ میاشتې به څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ