په غزه کې د پراخې لوږې سره هم مهاله، اسراییل د خلکو په جبري کوچېدنې هم ګرم بلل شوی

د بشري مرستو نړۍوالو ادارو ویلي، چې د پراخې لوږې تر څنګ په غزه کې عامه نظم د ویجاړېدو په درشل کې دی. خو په همدې حال کې اسراییل د دوشنبې په ورځ، دغه تورونه رد کړل چې ګواکې دوی غواړی د دغې سیمې خلک دې مصر ته وشړي.