د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: سلګونه کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د کډوالو ریاست له پاکستانه د لېندۍ په ۲۳مه او ۲۴مه د ۶۶۸ کډوالو له ستنېدو خبر ورکړی.