د ایران د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د حماس سیاسي دفتر له مشر سره لیدلي

ایراني رسنیو په قطر کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له لیدو خبر ورکړی. د دغو راپورونو له مخې، امیر عبداللهیان او اسماعیل هنیه په غزه کې د جګړې پر وروستیو تحولاتو خبرې اترې کړې دي.