د ایپياېل بولۍ؛ له عمرزي وروسته محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم وپېرل شول

تېره ورځ د ای پي اېل ۲۰۲۴ کال لوبو لپاره د نویو لوبغاړو د پېرلو بولۍ پیل شوه. د ۲۰۲۴ کال لپاره عظمت الله عمرزی لومړنی افغان لوبغاړی و، چې د لومړي ځل لپاره په ۵۰ لکه هندي کلدارو په ای پي اېل کې د ګوجرات لوبډلې لهخوا وپېرل شو.