نیویارک ټایمز: امریکا اسراییل ته تراوسه پورې له پنځو زرو ډېر بمونه ورکړي دي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې امریکا د تلې له ۱۵مې راهیسې تراوسه پورې له پنځو زرو زیات، اېم‌.کې-۸۴ دوه زریز پونډي بمونه اسراییل ته لېږلي دي. د دغو راپورونو له مخې پنټاګون اسراییل ته د وړو بمونو لېږد هم ډېر کړی، چې د غزې په څېر د ښارونو په نښه کولو له پاره یې وړتیا ډېره ده.