د منظور پښتین ضمانت په دوو قضیو کې ومنل شو

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ضمانت منظور کړی دی. محکمې د نوموړي پر ضد په دوو قضیو کې د ضمانت درخواست منظور کړی دی؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې هغه به خوشې شي او که په نورو قضیو کې به ونيول شي.