د ایران ولسمشر: اسراییل به په سوریه کې د سپاه پاسداران د قوماندان د وژلو بیه پرې کړي

په سوریه کې د سپاه پاسداران د قوماندان رضي موسوي له وژل کېدو وروسته د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي اسراییل ته ګواښ وکړ او ویې ویل: «بې له شکه دا ناوړه عمل په سیمه کې د دغه رژیم د بې وسۍ او کمزورۍ یوه بله نښه ده او ارو مرو به د دغه جنایت تاوان ورکړي.»